د شمالي وزیرستان د اتمانزیو جرګې د پاکستان پر حکومت او په ځانګړي ډول پر پوځ غږ کړی دی چې د خلکو کورونه دې نه ړنګوي.
د میرامشا په پیر کلي کې د جولای ۲۹مې جرګې ګډونوالو ولسي مشرانو وویل، پوځ په مرسي خېلو، میرلي، خیسور او ځینو نورو سیمو کې د ځايي خلکو کورونه ړنګ کړي دي. هغه مشران وايي، پوځ د وسلوالو د فعالیتونو "سزا" ولسي خلکو ته ورکوي.
د پاکستان پوځ لا په هغو سیمو کې د چا د کور د ړنګولو په اړه څه نه دي ویلي.
د اتمانزیو مشر ملک نصر الله خان د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، شمالي وزیرستان اوس یوه ضلع ده او د وفاق تر واک لاندې د قبایلي سیمو (فاټا) قانوني حیثیت نه لري چې پکې تر فرنټییر کرایمز رېګولېشن (اېف سي ار) لاندې پرېکړې وشي. "اوس څوک د طالب د ګناه سزا نورو ته نه شي ورکولی نو د خلکو کورونه ولې ړنګېږي؟"
په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو له ورګډېدو سره هلته د اېف سي ار په نوم رایج قانون ختم شو او پر ځای یې د پاکستان ایین او قانون وروغځېد. له دې سره په هغو ضلعو کې د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په څېر پولیسو او عدالتونو هم کار پیل کړ.
تر ۲۰۱۸ز کال مخکې به د اېف سي ار او جرګو د پرېکړو له مخې نه يوازې د يو فردي جرم په تور د خلکو کورونه ورانېدل بلکې اجتماعي سزاګانې به هم ورکول کېدې.
د شمالي وزیرستان اتمانزیو مشرانو تر دې وړاندې د جولای پر ۲۵مه هم په یوه جرګه کې ویلي ول چې د ناامنۍ مخنیوی د حکومت مسوولیت دی خو د دې لپاره دې داسې انتظامات وکړي چې ولس اغېزمن نه شي.
د اتمانزیو جرګې ویاند مفتي بیت الله د جولای پر ۲۹مه تر جرګې وروسته په بیان کې ویلي، له پوځه یې غوښتنه وکړه چې د خلکو کورونه دې نه ړنګوي، ولس دې نه ځوروي او په کرفیو یا ګرځبندیز کې دې نرمي راولي.
د نوموړي په وینا، وروسته د جرګې مشرانو د شمالي وزیرستان له انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم سره هم ولیدل او خپلې غوښتنې یې ورته وسپارلې.
کریم د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د ړنګو کورونو تاوان ورکوي او د نورو هغو د ورانولو د مخنیوي لپاره به له پوځ سره خبرې وکړي. هغه وړاندې وویل چې حکومت د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته ژمن دی.
د جون پر ۲۸مه په میرلي کې د پاکستان د پوځ پر ګاډي تر ځانمرګي برید یوه ورځ وروسته د پاکستان پوځ اتمانزیو قبایلو ته ویلي ول چې خپل دریځ دې معلوم کړي چې له پوځ سره ولاړ دي او که له وسلوالو سره؟
وروسته د جولای پر ۱۱مه په شمالي وزیرستان کې د پوځ د یو مشر مېجر جنرل عادل افتخار وړایچ او د اتمانزیو مشرانو ترمینځ جرګه وشوه چې پکې ولسي مشرانو غوښتنه وکړه چې پوځ دې په سیمه کې عملیات نه پیلوي او ورته دې دوه میاشتې وخت ورکړي چې هغوی د شمالي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې له وسلوالو سره خبرې وکړي او امن ته یې وروبولي.
پر هم هغه ورځ د اتمانزیو مشرانو او په میرامشا کې د پوځ یو افسر مشال راډیو ته تایید کړې وه چې د دواړو لورو ترمینځ جرګه کامیابه شوې او پوځ یې غوښتنه منلې او ورته یې دوه میاشتې وخت ورکړی دی.
په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، حافظ ګل بهادر او نورې وسلوالې ډلې فعاله دي.