د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې ولس وايي حکومت دې د ممکنه پوځي عملياتو پرېکړه بېرته غواړي


د کورمې ولس وايي حکومت دې د ممکنه پوځي عملياتو پرېکړه بېرته غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:22 0:00

په کورمه کې د پوځي عملیاتو خلاف د پیل شويو احتجاجونو لړۍ لا هم روانه ده. د کورمې خلکو هلته د پوځي عملياتو خلاف په پېښور کې پرلت هم وهلی دی. هغوی غوښتنه کوي چې د عليشیرزو او مسوزو بې کوره شويو خلکو ته دې د اسانتیاوو ورکولو ترڅنګ هلته د پوځي عملیاتو کولو پرېکړه بېرته واخيستل شي. په منځنۍ کورمه کې د اکتوبر پر اوومه پر امنیتی سرتېرو تر وسلوال بريد وروسته د ممکنه پوځي عملياتو د پيلولو له ويرې د عليشیرزو او مسوزو ګڼو خلکو کډې کول پيل کړې دي. که څه هم ضلعي انتظاميې او پوځي چارواکو لا د ولس غوښتنو ته ځواب نه دی ويلي خو د سيمې ممنتخب استازي وايي چې د خلکو غوښتنې يې تر اړونده چارواکو رسولي دي.

XS
SM
MD
LG