د باجوړ ولسي امن جرګې غوښتنه کړې ده چې په پوځي عملیاتو کې دې عام ولس نه ځورول کېږي.
د یادې جرګې غړو دا غوښتنه د اکتوبر پر ۱۸مه له ځايي انتظامیې سره د لیدو کتو پر مهال کړې ده.
په جرګه کې شریک له باجوړه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي او د عوامي نيشنل ګوند مخکښ نثار باز مشال راډیو ته وویل، یو پلو د وسلوالو موجودګۍ خلک له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي او بل پلو امنیتي ځواکونه د هغوی پرضد تش په نامه عملیات کوي.
ده وویل ، دا د ریاستي ادارو فرض دی چې د ولس ساتنه وکړي.
نوموړي زياته کړه: "عام ولس له دې بدامنۍ تنګ شوی دی او دا بدامني له پرونه نه بلکې له تېرو ۱۵ کلونو ده. کله هدفي وژنې وي، کله چاودنې وي او کله وسلوال په کلیو ننوځي او بیا امنیتي ادارې د هغوی خلاف تش په نامه عملیات پیل کړي، دلته پوښتنه دا ده چې له افغانستان سره پر پوله خو اغزن تار دی او هلته پوځ هم پروت دی نو دا وسلوال بیا له کومه راځي؟"
دا په داسې حال کې ده چې د ځايي خلکو په وینا، په لوی ماموندو کې تر عملیاتو وروسته وسلوال واړه ماموندو او هلته له عملیاتو وروسته اوس چارمنګ ته اوښتي دي او هلته لږترلږه د دوو کلیو خلکو وار له مخه د ممکنه پوځي عملیاتو له ویرې کډې هم کړې دي.
د باجوړ انتظامیې په وار وار ویلي دي چې دوی د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي او هڅه کوي چې عام ولس ته پکې څه زیان و نه رسېږي.