د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر اوسېدونکي وايي چې د بجلۍ زیات شوي لوډشېډنګ یې ورځنۍ ژوند له سخت کړاو سره مخامخ کړی دی.
د دوی په وینا، د ژمي له پیلېدو سره سم هلته د بجلۍ لوډشېډینګ (برېښنايي پرچاو) لا زیات شوی دی.
یو اوسېدونکي اسرار شينواري د نومبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت ورسره په ورځ کې تر ۴ ساعتونو پورې د بجلۍ (برېښنا) ورکولو ژمنه کړې وه، خو اوس یوازې ۱۲ ساعته بجلۍ وي او هغه هم ډېره کمزورې وي.
یو بل ځايي کس اختر علي مشال رېډیو ته وویل چې په ځانګړې توګه په روغتونونو کې د بجلۍ نشتوالي لویه ستونزه جوړه کړې ده.
"خلک ماشومان هسپتالونو ته وروړي او هلته دومره زیاته یخني وي چې ۵ منټه هم څوک نه شي تېرولای او په سکولونو هم دغه حال دی، د بجلۍ د زیات شوي لوډشېډنګ له وجې د ژوند هره برخه ډېره زیاته متاثره شوې ده، موږ له حکومته خواست کوو چې پر موږ دې رحم وکړي."
خو قبایلي ضلعو ته د بجلۍ ورکوونکې کمپنۍ ټېسکو ویاند سراج خان مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې وفاقي حکومت دوی ته د قبایلي ضلعو لپاره د بجلۍ د رعایت په برخه کې له پروسږ کال راهیسې پیسې نه دې ورکړې نو ځکه به اوس د ده په وینا، ټول خلک د بجلۍ میټرونه لګوي او خپل بلونه به په خپله ادا کوي.
له خيبره پرته په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې د بجلۍ پارچاو زیات شوی دی چې پر ضد یې خلکو احتجاجونه کړي دي. د صوبې اوسېدونکي وایي د صوبې په ځینو سیمو کې تر ۲۰ ساعتونو زیات لوډشیډنګ کېږي.