د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې خلکو د نومبر پر درېیمه نېټه د بجلۍ د زیات لوډشېډنګ پرضد احتجاج کړی دی.
احتجاج کوونکو ویلي چې د زیات لوډشېډنګ له کبله د دوی کاروبارونه او له بجلۍ سره تړلي ورځني کارونه سخت اغېزمن شوي دي.
دوی له پښین واپډا چارواکو غوښتنه کړې چې دوی ته دي پوره بجلۍ ورکول شي.
د احتجاج مهال د پښین یو ښاروال سمیع الله ترین مشال راډیو ته وویل چې د پښین واپډا چارواکو لخوا ژمنه شوې وه چې د ښار بجلي به په ۲۴ ساعتونو کې ۹ ساعته ورکول کیږي.
د هغه په خبره چې له تېرو څو ورځو راهیسې دوی ته په شواروز کې یوازې ۲ ساعته بجلي ورکول کیږي.
سمیع الله زیاته کړه چې د بجلۍ د زیات لوډشېډنګ له کبله دومره متاثره شوي دي چې د څښلو اوبه لا هم تر پخوا په ګرانه بیه اخلي.
د پښین یوه سوداګر حسن خان دراني د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ د زیات لوډشېډنګ له کبله د دوی کاروبارونه سخت اغېزمن شوي دي.
هغه وویل، "واړه سوداګر دومره توان نه لري چې د لمریزې انرژۍ له لاري خپل کاروبار وکړي ځکه خو هغه د واپډا بجلۍ له لارې خپل واړه کاروبارونه پر مخ وړي چې اوس د زیات لوډشېډنګ له کبله د هغوی کارونه په ټپه ولاړ دي."
حسن خان زیاته کړه چې د کلیوالو سیمو بجلۍ خو له سره په ډېری سیمو کې له څو میاشتو راهیسې نشته چې هلته هم خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
د پښین د واپډا یوه چارواکي نوراالله د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د یادې سیمې له واپډا سره بجلي زیاته شتون لري خو دوی بجلي هغه سیمو ته ورکوي چیري چې بېلونه جمع کیږي.
خو احتجاج کوونکي وایي چې دوی بېلونونه جمع کوي خو بیا هم بجلي نه ورکول کیږي. خو نور الله مشال راډیو ته وویل چې له کوټې پښین ته له ۱۳۲ څخه تر ۱۵۲ میګاواټ بجلي ورکول کیږي چې د پښین ښار اړتیا یوازي یو میګاواټ هم پوره کولای شي.
د هغه په خبره چې په ډېری سیمو کې د بجلۍ بلونه نه ورکول کیږي او یا په ناقانونه توګه بجلي کارول کیږي چې له دې کبله دوی په هغو سیمو کې د بجلۍ لوډشیډنګ زیات کړی دی.