د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت ضد ګوندونو له عمران خان سره پر ملاقات د بندیز ضد احتجاج دړکه کړې


د عمران خان خویندې د اډیالې زندان مخې ته له رسنیو سره خبرې کوي - د ارشیف انځور
د عمران خان خویندې د اډیالې زندان مخې ته له رسنیو سره خبرې کوي - د ارشیف انځور

په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو اتحاد له حکومته غوښتنه کړې ده چې د پاکستان تحریک انصاف پلویانو ته دې له عمران خان سره په زندان کې د لیدو اجازه ورکړل شي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د نومبر پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د مخالفو ګوندونو مشرانو خبرداری ورکړی دی چې که حکومت خپله رویه "سمه" نه کړه نو پر ضد به یې په ټول ملک کې احتجاج پیل کړي.

د حکومت ضد ګوندونو کې پاکستان تحریک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل ډله)، سني اتحاد، رابطه جمعیت علمای اسلام، مجلس وحدت المسلمین او ځیني نور ګوندونه شامل دي.

د پارلېمان ودانۍ په مخکې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان تحریک انصاف مشرانو وویل، که حکومت خپل دریځ بدل نه کړو نو له ټولو صوبو نه به خلک د احتجاج په ډول سړکونو ته راووځي. خبري غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم وینا وکړه. نوموړي وویل، که ولسونه راووتل نو له واکمنانو لپاره به واک چلول ګران شي.

تر دې وړاندې د تحریک انصاف د باني عمران خان خور په اسلام اباد های کورټ کې د اډیالې زندان د مشر (سپرنډېنټ) خلاف د عدالت د سپکاوي درخواست هم جمع کړی وو.

د ډان نیوز او پاکستان ابزرور په ګډون ګڼو پاکستانیو رسنیو لیکلي چې علیمه خان دا درخواست د نومبر پر ۲۸مه جمع کړی وو او پکې یې ویلې وو چې د عدالت د واضحه حکم باوجود هغې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په زندان کې له خپل ورور سره وګوري.

تحریک انصاف د عمران خان د ۲ کلن بند ضد احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

د نوموړې په وینا اسلام اباد های کورټ د مارچ پر ۲۴مه نېټه په خپله پرېکړه کې ویلي وو چې عمران خان په اونۍ کې دوه وارې له خپلو کسانو سره ملاقات کولی شي.

بل پلو د پاکستان حکومتي چارواکي وايي له عمران خان سره په لیدو کتو بندیز نه دی لګول شوی. د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو مرکزي وزیر عطا الله تارړ د نومبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پاکستان تحریک انصاف ګوند دې د احتجاجونو پر ځای په خیبر پښتونخوا کې د امنیت ښه کولو لپاره لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا وزیراعلا سهیل اپرېدي ته هم د اډیالې زندان چارواکو د عمران خان سره د لیدو اجازه ورنه کړه. وروسته د تحریک انصاف پلویانو تر څه ساعته پورې د زندان مخې ته پرلت هم ووهلو. په دغه پرلت کې د عمران خان خویندو، د خیبر پښتونخوا وزیراعلا او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم ګډون وکړلو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو تر دې وړاندې هم د خپل زنداني مشر عمران خان د خوشې کولو لپاره وخت په وخت احتجاجونه کړي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.

خان وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

عمران خان، بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.

XS
SM
MD
LG