د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د عمران خان د ۲ کلن بند ضد احتجاج کړی


تحریک انصاف د عمران خان د ۲ کلن بند ضد احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د اګست پر پینځمه د پېښور په ګډون د پاکستان په لسګونه ښارونو کې د خپل رهبر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارېدو او دوه کلن بند پرضد احتجاج وکړ. پي ټي ای وايي، دا مظاهرې یې د خپل مشر د خوشې کولو لپاره د پراخ احتجاجي غورځنګ پیل دی. عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې ونیول شو چې تر اوسه د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی. وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې ورته عدالتونو سزا اورولې په ځینو کې يې د خوشې کولو امر کړی دی. عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پر وړاندې یې دایرې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG