د کورمې اوسېدونکو د اعلا وزیر په ډاډ د خپلو غوښتنو لپاره پیل کړی پرلت پای ته رسولی دی.
د تحریک انصاف يو مخکښ اود قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدي له پرلتوالو سره تر ملاقات وروسته د هغوی غوښتنې د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپرېدي ته وړاندې کړې چې هغه يې د منلو ډاډ ورکړی دی.
اقبال اپرېدي وروسته د اکتوبر پر ۲۵مه ماښام د پېښور پرېس کلب مخې ته پرلتوالو ته د وينا پر مهال وويل چې غوښتنې يې جایزې دي او اعلا وزیر يې مني او د دې لپاره يې د اړونده چارواکو په څار کې به يوه تګلاره جوړول کېږي.
دا تر هغې وروسته ده چې حکومت په مينځنۍ کورمه کې د وسلوالو خلاف د عملیاتو پرېکړه وکړه چې له کبله يې د علي شېرزو او مسوزو اوسېدونکي کورونو پرېښودلو ته اړه شوی ول.
حکومت پرېکړه په جوګي کلا کې د پوځ پر قافله تر وسلوال برید وروسته کړې ده. د اکتوبر پر اوومه په هغه برید کې د دوو پوځي افسرانو په ګډون ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي ول.
د اکتوبر پر ۱۷مه د کوزې او مينځنۍ کورمې مشرانو او خلکو په ډوګر کې احتجاجي مظاهره وکړه او بلخوا پر همدغه ورځ د کورمې مدني فعالانو په پېښور کې د خبريالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی وو.
د پرلت یو ګډونوال پټان عبدالخالق د اکتوبر پر ۲۵مه مشال رېډیو ته وویل چې دوی په سیمه کې د پوځي عملیاتو ختمولو، د عملیاتو پر مهال د عامو خلکو په کورونو د بمبارۍ نه کولو، بېکوره شوي خلک خپلو سیمو ته ژر تر ژره د ستنولو او په سيمه کې د دایمي سولې غوښتنې کوي.
پرلتوالو د اکتوبر پر ۲۴مه په پېښور کې د پریس کلبه واخلې تر صوبايي اسمبلۍ پورې لاریون هم کړی وو. په دې موقع د صوبې چیف سیکتر شهاب علي شاه پرلتوالو ته وویل چې حکومت بې ځایه عملیات نه کوي خو چې د وسلوالو لخوا د امنیتي سرتېرو ترڅنګ عام ولس په نښه کېږي نو د حکومت ذمه واري جوړېږي چې پر ضد یې عملیات وکړي.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
