د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې بريد: ۱۱ پاکستاني پوځيان وژل شوي

تازه شو

کورمه کې د پاکستان پوځ ګزمه کوي - انځور له ارشیېفه
کورمه کې د پاکستان پوځ ګزمه کوي - انځور له ارشیېفه

چارواکي وايي چې په قبایلي ضلع کورمه کې په یو وسلوال برید کې د ۲ پوځي افسرانو په ګډون ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر اتمه نېټه رسنیو ته ویلي دي چې د اکتوبر د اوومې او اتمې نېټې په منځنۍ شپه د پاکستان پوځ په سیمه کې عملیات کول چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې. په بیان کې پوځ ته د اوښتي زیان پخلی هم شوی دی. د بیان تر مخې په وژل شویو کې د پاکستان د پوځ یو کرنېل او مېجر هم شامل دي. پوځ دعوه کوي چې د علیاتو پر مهال يې ۱۹ وسلوال هم وژلي دي.

په کورمه کې يوه لوړپوړې امنيتي چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لری، د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته ويلي چې د پوځ او وسلوالو ترمنځ جګړه د منځنۍ کورمې په علي شېرزو بانډه کې شوې ده.

چارواکی زیاتوي چې تر دې وړاندې د اکتوبر پر شپږمه وسلوالو د پوځ پر جوګي کلا برید کړی وو چې د پلټنو لپاره د یو کرنېل په مشرۍ د پوځ يوه ډله له اورکزو هلته ورغلې وه چې له هغې سیمې څخه د ستنېدو پر وخت يې پر قافله وسلوالو برید وشو.

دغه چارواکي دا هم تایید کړه چې د پوځ او وسلوالو ترمینځ ترڅو ساعتونو پورې جګړه روانه وه چې پکې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په سیمه کې يو بل چارواکي هم د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې پینځه پوځيان ورک دي او په سيمه کې دا وخت د لټون عمليات دوام لري. دغه چارواکي زياته کړه چې له جګړې وروسته هلته پوځي هيلي کاپټرو بمباري هم کړې ده.

ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د بريد ذمه واري منلې ده.

کورمه يو له هغو قبايلي ضلعو څخه ده چې له افغانستان سره پوله لري او وخت په وخت پکې د شيعه ګانو اوسنيانو ترمنځ جګړې کېږي چې له وجې یې هلته ډېری وخت سړکونه او لویې لارې هم تړلې وې. همدا راز دغلته پر پوځ او پولیسو وسلوال بریدونه هم ترسره کېږي.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.


XS
SM
MD
LG