طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
د خيبر پښتونخوا د مينځنۍ کورمې ولس په عليشيرزو او مسوزو کې د پوځي عملياتو پر ضد د پېښور د خبريالانو مرکز مخې ته احتجاجي پرلت پيل کړی دی. پرلتوال وايي چې د سيمې خلک د پوځي عملياتو له وېرې پر کډه کولو کولو مجبوره شوي دي.
د پاکستانیو او افغان طالب ځواکونو د تېرې اونۍ د شویو نښتو له کبله دواړو هېوادونو ترمینځ تړل شوې لارې لاهم بندې دي. دا د دې سربېره ده چې د کابل او اسلام اباد لوړو پوړو چارواکیو په قطر کې تر ملاقات وروسته اوربند اعلان کړی دی
په کورمه کې د پوځي عملیاتو خلاف د پیل شويو احتجاجونو لړۍ لا هم روانه ده. د کورمې خلکو هلته د پوځي عملياتو خلاف په پېښور کې پرلت هم وهلی دی. هغوی غوښتنه کوي چې د عليشیرزو او مسوزو بې کوره شويو خلکو ته دې د اسانتیاوو ورکولو ترڅنګ هلته د پوځي عملیاتو کولو پرېکړه بېرته واخيستل شي.
د اکتوبر پر ۱۷مه د کوزې او مينځنۍ کورمې مشرانو او خلکو په ډوګر کې احتجاجي مظاهره وکړه او بلخوا پر همدغه ورځ د کورمې مدني فعالانو په پېښور کې د خبريالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی وو.
د کورمې له دې دوو سیمو د خلکو د وتلو لړۍ یوه اونۍ وړاندې پیل شوې وه او تر اوسه په سلګونه کورنۍ د صدې، تیندو، ساتین او ټل په لور وتلې دي.
د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د ممکنه پوځي عملیاتو له امله د عليشیرزو او مسوزو سیمو خلکو کډې کول پیل کړې دي.
په کورمه کې يو لوړپوړي امنيتي چارواکي له رسنیو سره د خبرو د اجازې نه درلودلو له وجې د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د پوځ او وسلوالو ترمینځ جګړه د منځنۍ کورمې په علي شېرزو بانډه کې شوې ده.
د کورمې انتظامي او امنیتي چارواکو د غونډو په اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د حکومتي جرګې یو مشر حاجي عزت ګل مشال راډیو ته وویل، د خبرو اترو له لارې په ضلع کې د امنیت د بحالۍ هڅې کوي.
په کوزه کورمه کې د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یا خپور شي، د اګست پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل، د اګست پر ۲۳مه سهار مهال وسلوالو د مینګکو کلي په دوران ځنګله کې یو ځايي شپون افتخار حسین وواژه.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ اوسي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. په هغه ضلع کې دا ډول شخړې کله نا کله د فرقه ییز تاوتریخوالي شکل اخلي.
د جرګې پر مهال د شیعه او سني ډلو مشرانو د سیمې د امنیت ترڅنګ، د سولې د پخوانیو لوظنامو د عملي کېدو په اړه هم خبرې وشوې.
په کورمه کې تېر ۲۰۲۴ز کال د سېپټېمبر مياشت کې د مسافرو پر ګاډوچارواکي وايي د ټل او پاړه چینار ترمینځ په متبادله لاره د ورځې له ۱۰ تر درو بجو د مساپرو او مال وړونکیو ګاډو تګ راتګ کېږي. خلک وايي، د ټل او پاړه چینار ترمینځ لاره چې پخوا به ۶۰ کیلومیټره جوړېده اوس ورته ۸۸ کیلومیټره پرېووځي.
په احتجاج کې شامل د خویدادخېلو ملک نور اکبر د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، تر دې وړاندې هم په سیمه کې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال عام ولس متاثره شوی دی او خلک نور د داسې عملیاتو زغم نه لري.
د سدې روغتون مشر ډاکتر محمد انور مشال راډیو ته وویل چې یو مساپر لېږدوونکی پېک اپ ګاډی د جولای پر ۱۱مه له پاړه څمکنیو څخه د سدې پر لوري روان وو چې ژورې کندې ته پرېوت.
د کورمې مرستیال انتظامي مشر (ډېپټي کمیشنر) عامر نواز د جون پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل چې دا تړون د جون پر ۲۵مه د بالېشخېلو په پوځي کلا کې وشوه.
بلخوا د سيمې پوليسو هم د دې پېښې پخلی کړی دی او ويلي یې دي چې څلور کسان د توپ په ګولۍ د لګېدلو له کبله وژل شوي دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده. په سیمه کې د مشال راډيو خبريال وايي دا د بره کورمې په حسېن مېله سيمه کې پر امنيتي سرتيرو لومړی بريد دی.
نور وښیئ