د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر جنوبي وزيرستان کې د هاوان مرمۍ ۱ کس وژلی، ۳ يې ژوبل کړي دي


په جنوبي وزيرستان کې پوځ ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
په جنوبي وزيرستان کې پوځ ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

د بر جنوبي وزيرستان ځايي خلک وايي چې د هغې ضلعې د سروکی تحصيل کې پر يو کور د هاون مرمۍ (مارټر ګولې) لګېدو له امله يو کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د سروکی تحصیل چېرمېن شاه فیصل غازی مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۲۳مه په ډاګوی کلي کې پر یو کور د پوځ له خوا د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) لګېدو په نتیجه کې د نور محمد په نامه يو کس وژل شوی او د هغه د کورنۍ درې نور غړي ژوبل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د سیمې اوسېدونکو د نور محمد مړی د پوځي کيمپ مخې ته د احتجاج په توګه اېښی وو، خو د پوځي چارواکو له خوا ولس ته د "ننواتي" کولو او خپلې "تېروتنې منلو" وروسته هغوی خپل احتجاج پای ته ورساوه.

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې له بر جنوبي وزيرستانه منتخب استازي اصف خان د اکتوبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت به له اغېزمنې کورنۍ سره مالي مرسته کوي.

خو پوځي چارواکو لا په دې اړه خپل دريځ له رسنيو سره نه دی شريک کړی.

په جنوبي وزيرستان کې تر دې وړاندې هم پر کورونو په ډرون بريدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) لګېدو په نتيجه کې ولسي وګړو ته مرګژوبلې اوښتې دي.

د اکتوبر پر ۲۲مه د بر جنوبي وزيرستان د لدې سيمې په بورکی کلي کې په ډرون بريد کې هم دوه کسان وژل شوي ول.

ځايي وګړو د هغو پېښو پر ضد په وار وار احتجاجونه کړي دي.


ميرلي کې په ډرون بريد کې د ماشومانو د وژنې خلاف احتجاجونه شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې وخت په وخت ډرون بريدونه کېږي چې ځايي خلک یې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.

د اکتوبر پر ۱۳مه د بنو په جانيخېلو (ځونيخېلو) کې په ډرون بريد کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه بيا د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه او څلور ماشومان ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې د اګست پر ۲۵مه د شمالي وزیرستان د میرلي خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه ژوبله شوې او د غېږې ماشوم یې وژل شوی دی.

تر هغه وړاندې، د اګست پر لومړۍ نېټه د لکي مروت خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د شپې مهال پر یو کور په ډرون برید کې یو کس وژل شوی او دوه ښځې ژوبلې شوې دي.

هغه مهال هم د سیمې خلکو د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی وو چې پر ولسي خلکو ډرون بریدونه کوي او توغندي پرې توغوي خو د پاکستان پوځ د دغو تورونو ځواب نه وو ویلی.

تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.

خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزير سهېل اپرېدي د اکتوبر پر ۱۳مه تر منتخب کېدو سمدستي وروسته د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته ويلي وو چې هېچا ته به په هغه صوبه کې د پوځي عملياتو اجازه ور نه کړي.

تر هغه وړاندې، د صوبې پخواني اعلاوزیر علي امین ګنډه پور هم د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي ول چې په هغه صوبه کې د "نورو پوځي عملیاتو او ډرون حملو" اجازه نه ورکوي.

بلخوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG