نړیوال بانک وایي، د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې کورونو، تاسیساتو او مالدارۍ ته ۱۸۳ مېلیونه ډالره زیان اړولی دی.
په دې اړه نړيوالو اژانسونو د اکتوبر پر ۲۳مه د دغه بانک د معلوماتو په حواله راپور ورکړی دی.
د افغانستان په ختیځ کې د روان ۲۰۲۵ز کال د اګست پر ۳۱مه شپې مهال زوروره زلزله وشوه چې له امله يې د طالب چارواکو په وینا له ۲،۲۰۰ زيات کسان مړه او شاوخوا ۴،۰۰۰ نور ژوبل شول.
هغې زلزلې ډېر زیان په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې واړوه.
د اغېزمنو سيمو ګڼ زلزله ځپلي لا هم په خېمو کې ژوند کوي چې د هغوی د ستونزمن او کړاوجن ژوند په اړه په ځلونو ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو اندېښنې ښوولې دي.