د ټانک ضلعې د ګومل رغزۍ سیمې خلک وايي، هلته په ډرون برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي.
د سیمې یو اوسېدونکي او د ټانک امن جرګې یو مشر محمد ندیم عوام دوست مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د جولای پر ۲۲مه سهار مهال وشوه. هغه وايي، "په ډرون برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي چې د شپږو کلونو عمر به یې وي. له هغې وروسته خلک راووتل او جسدونه یې د احتجاج په توګه کېښودل."
نوموړی وايي خلکو غوښتنه کوله چې د پېښې پلټنه دې وشي او پکې ملوث کسان دې ونیول شي.
د ټانک د ګومل سیمې د پولیسو مشر شاه ولي خان مشال راډیو ته وویل، سهار وختي له درو بجو نه د وسلوالو خلاف په سیمه کې عملیات روان وو چې پکې دوه ماشومان وژل شوي دی. نوموړي وايي پولیسو د پېښې پلټنه پیل کړې ده.
که څه هم خلک وايي چې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې ماشومان په نښه کړي دي خو د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د جنوبي او شمالي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو کې هم وخت په وخت په ډرون او هاوان بریدونو کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون خلکو ته مرګزوبله اوښتې ده. د دغو بریدونو پر ضد خلکو وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي چې په تعقیب یې چارواکو خلکو ته ډاډ ورکړی چې د عملیاتو پر مهال به د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي خو د هغې باوجود د هاوان او ډرون بریدونه درېدلي نه دي.