د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر جنوبي وزيرستان کې ډرون بريد کې ۲ کسان وژل شوي دي


د جنوبي وزيرستان لده سيمه ـ انځور له ارشيفه
د جنوبي وزيرستان لده سيمه ـ انځور له ارشيفه

د بر جنوبي وزيرستان ځايي خلک او پوليس وايي چې د هغې ضلعې د لده سيمې په بورکی کلي کې په ډرون بريد کې دوه کسان وژل شوي دي.

د پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرېدو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نن سهار (د اکتوبر پر ۲۲مه) پوځ په بورکي کلي کې د وسلوالو خلاف عمليات کول چې په نتيجه کې يې پر يو کور ډرون بريد وشو.

پوليس چارواکي زياته کړه چې هغوی د پېښې په اړه پلټنې کوي.

بلخوا د سیمې یو مشر ملک سعید انور مشال راډیو ته وویل چې په بورکي کلي کې د ډرون برید په نتيجه کې يو سړی او يوه ماشومه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ لا تر اوسه د ډرون بريد په اړه څه نه دي ويلي.

په جنوبي وزيرستان کې تر دې وړاندې هم پر کورونو په ډرون بريدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) لګېدو په نتيجه کې ولسي وګړو ته مرګژوبلې اوښتې دي.

ځايي وګړو د هغو پېښو پر ضد په وار وار احتجاجونه کړي دي.


ميرلي کې په ډرون بريد کې د ماشومانو د وژنې خلاف احتجاجونه شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې وخت په وخت ډرون بريدونه کېږي چې ځايي خلک یې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.

د اکتوبر پر ۱۳مه د بنو په جانيخېلو (ځونيخېلو) کې په ډرون بريد کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه بيا د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه او څلور ماشومان ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې د اګست پر ۲۵مه د شمالي وزیرستان د میرلي خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه ژوبله شوې او د غېږې ماشوم یې وژل شوی دی.

تر هغه وړاندې، د اګست پر لومړۍ نېټه د لکي مروت خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د شپې مهال پر یو کور په ډرون برید کې یو کس وژل شوی او دوه ښځې ژوبلې شوې دي.

هغه مهال هم د سیمې خلکو د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی وو چې پر ولسي خلکو ډرون بریدونه کوي او توغندي پرې توغوي خو د پاکستان پوځ د دغو تورونو ځواب نه وو ویلی.

تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.

خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزير سهېل اپرېدي د اکتوبر پر ۱۳مه تر منتخب کېدو سمدستي وروسته د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته ويلي وو چې هېچا ته به په هغه صوبه کې د پوځي عملياتو اجازه ور نه کړي.

تر هغه وړاندې، د صوبې پخواني اعلاوزیر علي امین ګنډه پور هم د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي ول چې په هغه صوبه کې د "نورو پوځي عملیاتو او ډرون حملو" اجازه نه ورکوي.

بلخوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG