د خيبر پښتونخوا اعلاوزير سهېل اپرېدي اعلان کړی دی چې د اکتوبر پر ۲۵مه به د سولې د ټينګښت لپاره لويه جرګه کوي.
نوموړي د اکتوبر پر ۱۹مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ليکلي دي چې د خیبر پښتونخوا د ولس د ژوند او د هغوی د راتلونکي پرېکړه به خلک په خپله کوي.
نوموړي زياته کړې ده: "هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د تړلو خونو څخه پریکړې پر خلکو وتپي."
اپرېدي ويلي دي چې د سولې دغه "لويه جرګه" به د خيبر ضلعې په باړه تحصيل کې جوړېږي چې قبایلي مخور، مشران او ځوانان به ګډون پکې کوي.
سهېل اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اکثريت رايو په اخیستو سره د هغې صوبې نوی اعلاوزير منتخب شوی وو، او د اکتوبر پر ۱۵مه يې د خپلې څوکی لوړه وکړه.
نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې ويلي وو چې هېچا ته به په خيبر پښتونخوا کې د پوځي عملياتو اجازه ور نه کړي: "څه ډول چې زموږ رهبر [عمران خان] د پوځی عملیاتو مخالف دی، نو زموږ په موجودګي کې څوک هم پوځي عملیات نه شي کولای. دلته خبري غونډې کېږي او وايي چې موږ تېر کال د استخباراتي معلوماتو پر اساس ۱۴،۰۰۰ عملیات کړي، خو ترهګري هم هغه ډول ده او نن هم زما خلک بې کوره دي او نن هم زما د خلکو کورونه ورانېږي او هغوی شهیدان کېږي."
د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ هغو بيانونو ته وه چې وايي، د وسلوالو خلاف د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ لسګونه عمليات کوي او که اړتيا وه نو لوی عمليات به هم کوي.
اپرېدي په خپله وينا کې د پاکستان پوځ او مرکزي حکومت پر تګلارو سختې نيوکې کړې وې او زياته کړې يې وه چې هلته که څوک د خپل حق لپاره غږ پورته کړي، نو له بنديزونو سره مخامخ کېږي.
بلخوا مرکزي حکومت او پوځ وايي چې امنيت ته ژمن دي، د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي او هڅه کوي چې عام ولس ته پکې څه زیان و نه رسېږي.