د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي ای مخکښ سهېل اپرېدی د خيبر پښتونخوا نوی اعلاوزير منتخب شو


سهېل اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي.
سهېل اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي.

د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د اکتوبر پر ۱۳مه په اکثريت رايو سره د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مخکښ سهېل اپرېدی نوی اعلاوزير منتخب کړ.

د ګورنر لخوا د خيبر پښتونخوا د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د استعفا پر نه منظورولو سربېره په صوبايي اسمبلۍ کي د اکتوبر پر ۱۳مه د نوي اعلاوزیر لپاره انتخاباتي عمل ترسره شو.

د اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي اعلان وکړ چې سهېل اپرېدی د ٩٠ رایو په ترلاسه کولو سره نوی اعلاوزير منتخب شو.

د انتخاباتي عمل تر پيلولو وړاندې حکومت مخالفه ګوندونو له هغه عمل څخه پرېکون وکړ.

په اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ډلو مشر عباد الله خان پر دې مهال وويل چې د صوبې ګورنر د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور استعفا نه ده منظوره کړې نو ځکه د نوي اعلاوزیر انتخاب "غېر اییني" دی او د ده په وينا، دوی له همدې امله په انتخاباتي عمل کې برخه نه اخلي.

دا تر هغه وروسته ده چې علي امين ګنډه پور لومړی د اکتوبر پر اتمه او بيا وروسته د اکتوبر پر ۱۱مه د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي ته خپل استعفا ليکونه ولېږل، خو فيصل کريم کونډي څو ورځې وروسته، د اکتوبر پر ۱۲مه ګنډه پور ته په استول شوي ليک کې اعتراض کړی دی چې د دواړو استعفاليکونو لاسليکونه له يو بل سره توپير لري.

نوموړي له ګنډه پور څخه غوښتنه کړې ده چې هغه دې د اکتوبر پر ۱۵مه ماسپښين درې بجې د ده دفتر ته ورشي او خبره دې ورسره سپينه کړي.

علي امین ګنډه پور پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي استعفا ليک کې ليکلي چې د ګوند د بنسټګر او خپل رهبر عمران خان د امر په درناوي کې د اعلاوزیر له څوکۍ استعفا ورکوي.

نوموړي پر خپله پاڼه د دواړو استعفاليکونو انځورونه خپاره کړي، چې په لاسليکونو کې يې څرګند توپير نه تر سترګو کېږي.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر اتمه په راولپېنډۍ کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د پي ټي ای عمومي منشي سلمان اکرم راجه وويل، عمران خان وايي چې له تېرو دوو کلونو يې دريځ پاتې شوی چې د مرکزي حکومت تګلارې "ډېرې غلطې" دي او د خیبر پښتونخوا حکومت باید ځان له دې پاليسیو څخه لاتعلقه کړي.

نوموړي پر همهغه ورځ اعلان وکړ چې د علي امین ګنډه پور پر ځای به سهېل اپرېدی د خيبر پښتونخوا نوی اعلاوزیر وي.

سهېل اپرېدی له خيبر قبایلي ضلعې څخه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ منتخب غړی دی. نوموړی د پي ټي ای د زده کوونکو د سازمان "انصاف سټوډنټس فیډرېشن" مشر هم پاتي شوی دی.

XS
SM
MD
LG