د سوات پولیس وايي وسلوالو د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ او د سیمې یو ولسي مشر جعفر خان په ډزو ویشتلی دی.
د کبل تحصیل د پولیسو مشر (ډي اېس پي) امجد علي د سېپټېمبر پر ۱۰مه رسنیو ته ویلي دي چې یاد مشر تېر ماښام په کالا کلي کې خپل کور ته نږدې نامعلومو وسلوالو په ډزو ویشتلی دی. د پولیسو په وینا بریدګر له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي او دوی د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده.
تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.
د جعفر خان په وژنه د عوامي نیشنل ګوند او په سوات کې د قامي جرګې مشرانو خواشیني ښکاره کړې ده.
د سوات قامي امن جرګې یو مشر حاجي زاهد خان د سېپټېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، "د سوات په ناامنۍ او هدفي وژنو اندېښمن یو."
په همدې حال کې د سوات قامي جرګې د سېپټېمبر پر ۱۰مه په یوه غونډه کې پر حکومت غږ کړی دی چې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي. د سوات قامي جرګې ویاند احمد شاه مشال راډیو ته وویل، جرګه په دې اندېښمنه ده چې وسلوالو یو وارې بیا سوات ته مخه کړې ده او هدفي وژنې پیل شوې دي. هغه وړاندې وویل، "د سېپټېمبر پر ۱۹مه به د مټې په چوک کې لوی احتجاج کوو. موږ هیله لرو چې د سوات ټول ولس به له موږ سره په هغه احتجاج کې برخه واخلي."
هغه وايي له دې احتجاجه یې موخه دا ده چې حکومت ته دا پيغام ورکړي چې د سوات خلک امن غواړي او له حکومت نه د ترهګرۍ د مخنیوي غوښتنه کوي. هغه زیاته کړه چې د سوات ولس د بل ځل لپاره کډو کولو ته تیار نه دی.
د سوات انتظامیې او پولیسو د تازه حالاتو په اړه څه تبصره نه ده کړې خو تر دې وړاندې د اګست په میاشت کې د سیدو شریف د کمیشنر په دفتر کې په یوه غونډه کې له سواته د صوبايي او قامي اسمبلۍ منتخبو استازو، د پولیسو مشرانو او انتظامي چارواکو ګډون کړی وو. د ملاکنډ ډویژن د پولیسو مشر (ډي ای جي) شېر اکبر خان هغې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو، خلکو ته باور ورکوي چې پولیس او امنیتي ځواکونه په سیمه کې د امنیت ساتلو ته ژمن دي او د هر ډول حالاتو مقابله کولی شی.