چارواکي وايي په کوزه کورمه کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ د سولې یوه بله معاهده شوې ده چې په ترڅ کې به یې د دواړو خواوو ترمینځ د یوه کال لپاره د سولې ډبره اېښودل شوې وي.
د کورمې مرستیال انتظامي مشر (ډېپټي کمیشنر) عامر نواز د جون پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل چې دا تړون د جون پر ۲۵مه د بالېشخېلو په پوځي کلا کې وشو. نوموړی وايي دواړو خواوو ورسره منلې ده چې چې د تړون پر مهال به دواړه لوري پر یوبل بریدونه نه کوي او د سیمې د امنیت په بحالۍ کې به له حکومت سره مرسته کوي.
د شیعه او سني دواړو ډلو مشرانو د سولې د ترسره شوي تازه تړون په اړه مشال راډیو ته ویلي چې مني یې او هڅه به یې وي چې د سولې لپاره په شریکه کار وکړي.
د سولې دا تړون د شیعه ګانو د بالېشخېلو او ابراهیم زو او د سنیانو د خوارکلي، میرو کاڅ، غلجو مېلې او ډنډ پټي او نورو کلیو د خلکو ترمینځ شوی دی.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.