د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځايي خلکو د پاکستاني پوځ په مبینه ډرون برید کې د یو کس د وژنې خلاف پیل کړی پرلت پای ته رسولی دی.
د ضلعي انتظاميې چارواکو او د احتجاج کوونکو یو مشر مفتي بیت الله مشال راډیو ته وویل چې دا پرلت د جون پر ۱۴مه له هغه وروسته پای ته ورسېد چې انتظامیې د پرلتوالو غوښتنې ومنلې.
د دوی په وینا، په دې غوښتنو کې د وژل شوي کس کورنۍ ته خونبها یا "شهید پیکج" او نورو مطالبو پوره کولو ډاډ ورکړل شوی دی.
دا له هغه وروسته ده چې د ځايي خلکو په وینا، دا کس د جون پر اتمه په حسوخېلو کې په یو ډرون برید کې ژوبل شوی وو چې د جون پر ۱۲مه یې ساه ورکړه.
له هغې وروسته خلکو د نوموړي جسد د احتجاج په توګه کېښود او په پرلت کېناستل.
احتجاج کوونکو مشال راډیو ته ویلي وو چې پوځ او وسلوال د یو بل پرضد د ډزو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام نه کوي او زیاتره وخت د مېرمنو او ماشومانو په ګډون عام ولسي کسانو ته پکې مرګژوبله اوړي.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر محمد یوسف کریم د جون پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې له احتجاج کوونکیو سره لګیا دی او د هغوی د ګیلو او شکایتونو د لرې کولو هڅه کوي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پرضد وخت پر وخت بېلا بېلو ګوندونو احتجاجونه هم کړي دي.
تر دې وړاندې د جون پر اتمه د میرلي خلکو مشال راډیو ته ویلي وو چې د پاکستان د پوځ په یو ډرون برید کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پرله پسې توګه د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) کې عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د مې په ۲۷مه ناوخته د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې د ځايي خلکو او د پولیسو د یوې سرچینې په وینا د پاکستان پوځ په ډرون برید کې لږ تر لږه ۲۳ ولسي کسان ژوبل شول.
تر هغه وړاندې، د جنوبي وزیرستان ځينو سياستوالانو، مدني فعالانو او اوسېدونکو د مې پر ۱۸مه مشال راډيو ته ويلي ول چې په هغه ضلع کې په تېرو دوو کلونو کې ۴۰ ډرون بریدونه شوي دي چې سلګونه کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
تر هغې وړاندې د ځايي خلکو په وينا، د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د حافظ شاه فهد د کورنۍ څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم يې ژوبل شول.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خیبر پښتونخوا کې پر ډرون بریدونو "ژوره اندېښنه" ښوولې ده.
کمېشن د مې پر ۲۸مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د بې پېلوټه الوتکو په بريدونو کې د ماشومانو په ګډون د ولسي خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعاوې شوې دي.
کمېشن زياتوي چې د ډرون یو بريد د مې پر ۲۷مه په جنوبي وزيرستان کې هغه مهال وشو کله چې ځوانانو د والیبال لوبه کوله: "دا پېښه د سیمې د دوامداره ناامنۍ یوه غمجنه بېلګه ده."
د بشري حقونو خپلواک کمېشن پر مخ ليکي: "ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې عام خلک په دغسې پېښو کې د تصادفي زیان ښکار کېږي. اېچ ار سي پي د دغو تکرارېدونکو پېښو د ژر او شفافو پلټنو غوښتنه کوي او له رياسته غواړي چې په جنګ ځپلو سیمو کې د ولسي خلکو ساتنه لومړیتوب وګرځوي."
بلخوا ګڼو سیاستوالو او مدني فعالانو په خيبر پښتونخوا کې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو په نخښه کولو باندې غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې غندلي دي.