د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې سیاسي او قبایلي مشرانو د ناامنۍ پرضد غونډه کړې ده


په بنو کې سیاسي او قبایلي مشرانو د ناامنۍ ضد غونډه کړې ده.
په بنو کې سیاسي او قبایلي مشرانو د ناامنۍ ضد غونډه کړې ده.

مشرانو وویل چې په لنډ‌و ورځو کې لومړی د ټولو تحصیلونو په کچه غونډې کوي او بیا د ټولې سیمې پر مشرانو مشتمله یو لویه جرګه کوي.

د خیبر پښتونخوا د "بنو قامي جرګې" تر سیوري لاندې د جون پر ۱۲ مه په سیمه کې د روانې ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد ځايي سیاسي او قبایلي مشرانو غونډه کړې ده.

د غونډې ګډونوالو پر خپلو ویناګانو کې پر حکومت غږ کړی چې د دوی په سیمه کې دې امن پر ځای کړي.

دوي وویل چې له تېر کاله راهیسې دوی د ناامنیو پرضد داسې غونډې جاري ساتلې دي او تر هغه وخته به دوام ورکوي چې په سیمه کې امن نه وي بحال شوی.

مشرانو وویل چې په لنډ‌و ورځو کې لومړی د ټولو تحصیلونو په کچه غونډې کوي او بیا د ټولې سیمې پر مشرانو مشتمله یو لویه جرګه کوي.

د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مخکښ او پخواني سېنېټر باز محمد خان مشال راډیو ته وویل چې دوی په خپله سیمه کې د ناامنیو مخنیوي لپاره سره راغونډېږي.

د ده په وینا، د امن نیشتوالي ټول خلک ځپلي دي نو ځکه کلي پر کلي ګرځي چې خلک یو موټی کړي.

ده وویل، "به قام کې شعور پیدا کوو او په مټ یې له حکومت څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوو. سوله ییزه مبارزه کوو، تشدد نه کوو خو که مو جېلونو ته لېږي او که مقدمې راباندې جوړوي."

په دې غونډه کې شریک د بنو یو بل قبایلي مشر ډاکټر پیر صاحب زمان مشال راډیو ته وویل چې دوی به په سیمه کې د امن پر ځای کولو هدف ته یو استازې جرګه ټاکي.

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم په بنو او د خیبر پښتونخوا په نورو یو شمېر سیمو کې د ناامنیو پرضد په وار وار جرګې او لاریونه شوي دي.

چې کله هم خلک را ووځي او لارې وتړي او یا پرلتونه ووهي نو حکومتي او امنیتي چارواکي ورسره د هغوی د مسلو د هواري ژمنې وکړي خو بیا هم ناامني پای ته نه ده رسېدلې.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډاپور تېر کال په بنو کې د لوی ولسي لاریون پای ته رسولو پر مهال ژمنه کړې وه چې په سیمه کې به د امن پر ځای کولو لپاره جدي ګامونه اخلي.

خو د بنو ولس اوس هم د پرلپسې روانې ناامنۍ پرضد جلسې او لاریونه کوي او پر امنیتي ادارو تور پورې کوي چې د وسله والو پر فعالیتونو یې سترګې پټې کړې دي.

د بنو ډیوژن د پولیسو مشر سجاد خان د جون په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته ویلي وو چې هلته د امنیت ټینګښت لپاره د پولیسو او امنیتي ځواکونو شریکې هڅې دوام لري.

د ده په وینا، د دوی دې هڅو ته ولسي ملاتړ هم حاصل دی.

XS
SM
MD
LG