د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د پاکستان دوه سمندري پوځیان وژل شوي، درې ژوبل


د بلوچستان په ساحلي ښارګوټي جیوني کې پر موټر سایکلونو سپرو وسله والو په یوه برید کې د پاکستان سمندري پوځ دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

پېښه بېګا ماښام هله رامنځ ته شوه کله چې په بازار کې هغوی د روژه ماتي سودا اخېستو وروسته په خپل ګاډي کې د خپل دفتر پر لور روان ول.

د پاک بحریه په جاري شوي بیان کې راغلي چې ژوبل پوځیان یې په هېليکوپټرو کې د درملنې لپاره کراچۍ ته رسول شوي دي. دوی وايي پېښه کې څلور وسله وال ککړ ول چې په تېښته بریالي شوي ډي.

د ګوادر مرستیال کمېشنر نعیم بازي د مشال راډيو خبریال ایوب ترین ته نه یوازې د پېښې پخلی وکړ بلکې د لېویز سرتېرو ته یې په سیمه کې د مشکوکو کسانو د پلټنې امر هم کړی دی.

په بلوچستان کې له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې بلوڅ جنګیالي د پاکستان پر امنیتيو ځواکونو بریدونونه کوي. دوی د دغه صوبې پر قدرتي وسایلو د لا-کورواکۍ او خودمختارۍ دعوه لري.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG