د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګرو د چمن لارې خلاصولو غوښتنه کړې ده


د بلوچستان سوداګرو د سپين بولدک او چمن ترمنځ د لارې خلاصولو غوښتنه کړې ده.

دوې اوونۍ وړاندې پر ډېورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر جګړې وروسته پاکستاني چارواکيو د چمن لاره تړلې وه.

د لارې خلاصولو غوښتنه د سېشنبې په ورځ د پاکستان سوداګرو اتحاديې په کوټه کې د خبرې غونډې پرمهال وکړه.

د اتحاديې مرکزي سرمنشي محمد نعيم مير وويل چې د لارې تړل کېدو له کبله تجارو ته هره ورځ په مليونو روپيو تاوان رسېږي.

د خبرې غونډې پر مهال د بلوچستان د سوداګرو مشر عبدالرحيم کاکړ مشال راډیو ته وويل چې د چمن لارې تړل کېدو له کبله په سلګونه لارياني او ټرکونهځای پر ځای ولاړ دي.

دده په وينا په لسګونه ټرکونو له تازه ميوو او سبزيانو بار دي چې ټول خراب شوي چې له کبله يې دوی ته لوی مالي زيات رسېدلی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG