د هند د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي دي چې دا اقدام يې په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امير خان متقي د هند د وروستي سفر په جریان کې له اعلان شوي پرېکړې سره سم کړی او په کابل کې يې د هند د تخنیکي ماموریت حیثیت "په سمدستي توګه" سفارت ته لوړوي.
تر دې وړاندې د قطر د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۹مه په خپاره کړي بيان کې ويلي وو چې د ترکيې او قطر په مينځګړيتوب افغانستان او پاکستان په "سملاسي اوربند" هوکړه کړې ده.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی نن (د اکتوبر پر ۱۸مه) دوحې ته تللی دی. له نوموړي سره د طالبانو د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق هم د افغانستان او پاکستان ترمينځ د مذاکراتو لپاره قطر ته سفر کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.
دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۱۱مه ماخوستن مهال د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو ځواکونو د دواړو هېوادونو ترمينځ ډيورنډ کرښې ته نېږدې د تاوتریخوالي په یوه څپه کې لږترلږه په پينځو ځایونو کې سخته جګړه وشوه، چې يو شمېر سرتېرو ته پکې مرګژوبله واوښته.
د رسنيو ناتاييد شوي راپورنه وايي چې په بريد کې د ټي ټی پي د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
پر انټرنیت سربیره له تېر ماښام راهیسې په افغانستان کې ټول مخابراتي فعالیتونه هم محدود او ټکني شوي دي.
د پاکستان صدراعظم وایي، د طالبانو حکومت باید بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مؤثر اقدامات ترسره کړي.
نور وښیئ