د پاکستان وزیر اعظم وايي له افغانستانه یې پر هیواد ترورستي بریدونه کېږي او د طالبانو حکومت باید بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.
شهباز شریف د سېپټېمبر پر ۲۶مه د ملګرو ملتونو په ۸۰یمه عمومي غونډه کې وویل چې هیواد یې د یو نږدې ګاونډي او ورور په توګه د افغانستان په سوله کې مستقیمه ګټه لري.
نوموړي دغه شان ټینګار وکړ چې د افغانستان پرمختګ او هوساینه د سیمې په ثبات او اتصال کې نغښتې ده.
د هغه په وینا، پاکستان له ټولو شریکانو سره په تعامل کې دی تر څو افغانستان سره بشردوستانه مرستې دوام ومومي، د دې هېواد له اقتصادي پرمختګ ملاتړ وکړي او د یوه ټولشموله سیاسي چوکاټ رامنځته کېدو ته هڅونه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو چارواکو په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او ورته د خوندي پناه ځایونو د برابرولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
تازه د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په څلور اړخیزه ناسته کې چې د روسیې په بلنه د سېپټېمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې ترسره شوه، د ترهګرۍ له موضوع سره تړلې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه، ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
دوی د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ترهګرۍ پر وړاندې عملي، مشخص او سنجول شوي اقدامات ترسره کړي، ټولې تروریستي ډلې له منځه یوسي، د تروریزم روزنیزو مرکزونو او اړوند تاسیسات یې له منځه یوسي او د تروریستانو د جلب او جذب، مالي تمویل او وسلو ته یې د لاسرسی مخه ونیسي.
خو د طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې هېڅ تروریستي ډله نشته او خاوره به یې هم د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.
د دغو څلورو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې دغه شان په نورو موضوعاتو لکه د ټولو افغانانو حقونو او اړتیاوو ته درناوی، اساسي حقونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی، د یوه ټولشموله او پراخ بنسټه سیاسي نظام جوړول، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه، اقتصادي همکارۍ او افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په دوام هم ټینګار شوی دی.
طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې حکومت یې ټولشموله دی، د ښځو او نجونو په ګډون د هېواد د ټولو اتباعو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین شوي او د مخدره موادو پر وړاندې هم لازم او مؤثر اقدامات شوي دي.
د ملګرو ملتونو ۸۰یمه عمومي غونډه د سېپټېمبر په ۲۴مه پیل شوې او یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د ۲۰۲۱ز کال له اګست میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې جمهوري نظام ړنګ شوی، دا څلورم کال دی چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان استازولي نه کېږي.