د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د مسکو فارمېټ ۷مه غونډه پيل شوې ده


د مسکو فارمېټ اوومه غونډه د اکتوبر پر اوومه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوه.
د مسکو فارمېټ اوومه غونډه د اکتوبر پر اوومه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوه.

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن (د اکتوبر پر اوومه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمېټ اوومه غونډه پیل شوې ده.

په غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا احمد تکل د اکتوبر پر شپږمه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيا کې وويل چې دا لومړی ځل دی چې متقي په مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې په غونډه کې به امير خان متقي د افغانستان او سيمې د اړيکو د پراختيا لپاره د غړو هېوادونو تر مينځ خپل دريځ په ډاګه کړي.

د روسيې انټرفاکس خبري اژانس ویلي دي چې د غونډې ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي حالت او داراز له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې په پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.

مسکو فارمېټ غونډې له ۲۰۱۷ز کال راهیسې کېږي چې پکې له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو خبرې کېږي.

تر دې مخکې په وروستي ځل هغه غونډه د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په لومړيو کې شوې وه. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا ويلي وو چې په هغه غونډه کې په افغانستان کې پر ملي روغې جوړې، له طالبانو سره د سیمه ییز تعامل پر زیاتېدو، اقتصادي چارو او د ترهګرۍ او نشه يي موادو پر وړاندې پر هڅو بحث وشو.

تر هغه وړاندې، د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر په پای کې هم د روسیې د تاتارستان په کازان ښار کې د مسکو فارمېټ غونډه شوې وه چې پکې ګډونوالو په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت جوړېدو او له نړیوالې ترهګرۍ سره د کلکې مبارزې غوښتنې کړې وې.

د مسکو فارمېټ په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره د متقي سفر د روسیې پر بلنه تر هغه وروسته ترسره کیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر نوموړي د سفر بندیز د څو ورځو لپاره ليرې کړی دی.

که څه هم امنیت شورا ویلي دي چې هند ته د سفر لپاره پر ښاغلي متقي بندیز ليرې کوي، خو معلومه نه ده چې د مسکو سفر د همدې معافیت له مخې ترسره کېږي او که ورته بل معافیت صادر شوی دی.

تر روسيې وروسته به متقي هند ته سفر کوي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG