په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا پر انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو بندېز د خلکو، کارپوهانو او رسنیو د سازمانونو اندیښنې راپارولې دي.
د سېپټېمبر له ۲۹مې نېټې راهیسې پر انټرنیټ لګېدلي بندېز په پراخه کچه د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. راپورونه وايي، طالبانو په افغانستان کې یو مخ انټرنېټ بند کړی او مخابراتي اړیکې هم اغېزمنې شوې دي.
نیټ بلاکس ووبپاڼه، چې په نړۍ کې د انټرنېټ جریان څاري، د کابل په وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو پر خپل ایکس پاڼه ولیکل چې په افغانستان کې انټرنېت په مکمله توګه د بندېدو په حال کې دی او ټیلیفوني خدمتونه هم ګډوډ شوي دي. د نیټ بلاکس په وینا د سېپټېمبر د ۲۹مې نېټې له سهاره ګڼي انټرنېټي شبکې په مرحله واره توګه پرې شوې دي.
د طالبانو د حکومت لخوا د انټرنېټ د پرې کولو اقدام د خلکو، کارپوهانو او رسنیو د سازمانونو اندیښنې راپارولې دي.
یو شمېر بهر میشتي افغانان چې هڅه یې کوله د سېپټېمبر په ۲۹مه په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي، وايي چې د انټرنېټ یا مستقیم ټیلیفوني اړیکو له لارې د خپلو کورنیو له غړو سره یې اړیکه نه ټینګېږي.
په فرانسه کې مېشت افغان خبریال هارون د مشال راډیو افغان څانګې (ازادي راډیو) ته وویل چې د دې وضعیت د احتمالي دوام په اړه اندېښمن دی،"دا د هغو کسانو لپاره ډېر مایوسه کوونکی خبر دی چې له خپلو کورنیو لرې دي او د دوی د اړیکو یوازینۍ وسیله انټرنېټ وو."
یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې د طالبانو د حکومت له خوا د نوري فایبر انټرنېټ پرې کول په خلکو باندې د فشار راوستلو یوه بڼه ده او په ټولنه کې روڼوالی تر پوښتنې لاندې راولي.
په جرمني کې مېشت سیاسي کارپوه اسحاق اتمر د مشال راډیو افغان څانګې (ازادي راډیو) راډیو ته د سېپټېمبر پر ۲۹مه وویل چې انټرنېټ ته د خلکو د لاسرسي پرې کول غیر معقول اقدام دی او له وجې به یې د افغانستان د خلکو اقتصاد ته لوی زیان ورسېږي، "په ټوله کې دا هم د افغانستان د خلکو او هم د دې هیواد د اقتصاد لپاره یو لوی زیان دی. دا ډېر غیر معقول کار دی چې زموږ ځوانانو، روڼ اندو او هغو کسانو ته لاسرسی بندوو چې تعلیم یافته دي او اړتیا لري چې خپل معلومات نوي کړي. دا مهمه مسله ده."
په ورته وخت کې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان په افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو بشپړ بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو دا اقدام یې غندلی دی.
دغه سازمان زیاته کړې ده چې دا د خلکو په ورځني ژوند، د بیان پر ازادۍ او د رسنیو په فعالیتونو باندې پراخې منفي پایلې لري او خلک یې د اړیکو له اساسي حقونو محروم کړي دي.
د طالبانو د حکومت چارواکو مخکې ویلي وو چې دا پرېکړه د "منکراتو" د مخنیوي لپاره شوې ده.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو اوونیو کې په تدریجي ډول په بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، کندهار، هرات، ارزګان، نیمروز، ننګرهار او پروان په ګډون د افغانستان له ۱۰ څخه په زیاتو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ خدمات پرې کړي ول.
ملګرو ملتونو د سېپتېمبر پر ۲۶مه په یو بیان کې ویلي وو چې په افغانستان کې پر انټرنېټ بندیز له زلزله ځپلو مرستې اغېزمنې کړې دي. د دغه سازمان په بیان کې راغلي ول چې د انټرنېټ بندېدو د مرستندویه موسسو تر منځ اړیکې پرې کړي چې ورسره د مرستو رسولو بهیر اغېزمن شوی دی.