د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د بنو او لکي مروت پر پوله د ۷ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده


په لکي مروتو کې پولیسو پر سړک ناکه لګولې ده - انځور له ارشیفه.
په لکي مروتو کې پولیسو پر سړک ناکه لګولې ده - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا پولیسو دعوه کړې چې د بنو او لکي مروت پر پوله یې له ځايي امن لښکر سره په ګډو عملیاتو کې اووه مشکوک وسلوال وژلي دي.

د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سجاد خان د نومبر پر ۱۵مه له خبریالانو سره په خبرو کې نور تفصیل ور نه کړ خو و یې ویل چې عملیات په تختي خېل هوید او لنډي ډاک سیمو کې شوي دي.

نوموړي دا و نه ویل چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول او دا چې ایا په عملیاتو کې پولیسو یا د امن لښکر غړو ته مرګژوبله اوښتې او که نه.

خان البته زیاته کړه چې په سیمه کې عملیات لا هم دوام لري.

د دې خبر تر خپرېدو پورې کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه نه ول ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پولیسو دعوه نه شي تاییدولای.

له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو او شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

د نومبر پر ۱۲مه وسلوالو د بنو په مامندخېلو کې یو ولسي وګړی وواژه. پر هم هغه ورځ وسلوالو په هوېد سيمه کې درې ځايي وګړي وتښتول.

د نومبر پر ۱۲مه د بنو پوليسو مشال راډيو ته وويل چې د هغې ضلعې د يو پخواني تاڼېدار عابد وزیر مړی يې تر هغه وروسته موندلی چې د نومبر پر نهمه په خدري مامندخېلو کې وسلوالو وتښتاوه او نامعلوم ځان ته یې ولېږداوه.

د هغو بریدونو تښتونو مسوولیت لا چا نه دی منلی.

په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

د کواټ پولیسو د نومبر پر ۱۳مه د ریاض شهید تاڼې په حدودو کې د یوې نښتې پر مهال د درې مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.

رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

XS
SM
MD
LG