د خيبر پښتونخوا د سوات په کبل تحصيل کې وسلوالو د امن کمېټۍ يو پخوانی غړی وژلی دی.
د کبل تحصيل د پوليسو مشر امجد علي د نومبر پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې د نومبر پر څلورمه د کبل تحصيل په کانجو سيمه کې وسلوالو د مفتاح الدين په نامه يو کس وویشت.
نوموړی زياتوي چې مفتاح الدين هغه وخت په نخښه شو چې په سخت باران کې له کوره بهر وتلی وو.
تر اوسه چا د هغه د وژنې ذمه واري نه ده منلې.
خو پوليس وايي چې تر پېښې وروسته يې د "ناپېژندلیو کسانو" پر ضد مقدمه دايره کړې او د مشکوکو وسلوالو لټون یې پیل کړی دی.
د پوليسو په وينا، مفتاح الدين د امن کمېټۍ پخوانی غړی وو.
په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې څه باندې دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې.
حکومت د هغو لښکرو غړو ته د وسلو ګرځولو اجازه هم ورکړې وه چې دا ډول یې په ملاتړ د وسلوالو ډلو خلاف وجنګېږي.
د دې په غبرګون کې وسلوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، پر هغو لښکرو او د کمېټۍ پر مشرانو او غړو بریدونه کول چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
تر هغې وروسته د خیبر پښتونخوا په زیاتره برخو کې امن کمېټۍ د امنیتي وضعې له ښه کېدو سره ختمې شوې، خو په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره سم، په ځینو سیمو کې بیا فعاله شوې دي.