د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ (۵۰ اووره) سیالۍ کې جنوبي افریقا ته په دوو وېکټو ماتې ورکړه.
د نومبر پر څلورمه د فیصل اباد په اقبال لوبغالي کې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.
د کوربه جنوبي افریقا بیټرانو لواندرې پرېټورییس او کوېنټن ډي کاک د ۹۸ منډو شراکت وکړ او بیا پرېټورییس په ۵۷ منډو وسوځېد.
تر دې وروسته هم جنوبي افریقايي لوبغاړو نسبتاً ښه بیټېنګ وکړ خو په وروستیو ۱۴ اوورونو کې یې نه یوازې د منډو کولو رفتار بلکې بیټران یې هم ژر وسوځېدل. د جنوبي افریقا ټوله لوبډله په ۵۰م اوور کې په ۲۶۳ منډو وسوځېده.
ډي کاک ۶۳ او میتیو بریټڅکې ۴۲ منډې وکړې. د پاکستان نسیم شاه او ابرار احمد درې، درې او صایم ایوب دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف په ۵۰م اوور کې د اتو لوبغاړو په زیان پوره کړ. سلمان علي اغا ۶۲، محمد رضوان ۵۵ او فخر زمان ۴۵ منډې وکړې.
د جنوبي افریقا کاربېن باش، لونګي اېنګېدي او ډونووان فېرېرا دوه، دوه وېکټې واخیستې.
دواړه لوبډلې د نومبر پر شپږمه دویمه ۵۰ اووره سیالي لري.
تر دې مخکې کوربه پاکستان د درې ۲۰ اووره سیالیو په لوبلړۍ کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې وه.