د خیبر پښتونخوا د سوات پولیسو ویلي دي چې په مدین کې یو کس یو سړی وژلی او خپله ښځه یې ژوبله کړې ده.
د مدین تاڼېدار زاهد خان د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا کار هغه سړي د "ناموس" په نوم کړی دی.
دی وايي، یو سړي د جولای پر ۱۳مه شپې مهال په بشي ګرام سیمه کې یو پولیس سرتېری وویشت او بیا کور ته ولاړ او خپله ښځه یې هم وویشته چې په سخت ژوبل حالت کې روغتون ته لېږدول شوې ده.
د خان په خبره، د هغې ښځې پلار مقدمه دایره کړې او پولیسو د ملزم لټون پیل کړی دی.
د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په مختلفو برخو کې تر دې مخکې هم يوشمېر کسان، چې زياتره يې ښځې دي، د غيرت یا ناموس په نوم وژل شوې دي چې پرضد یې په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې هم شوې دي.
د جولای پر اتمه د سوات په کبل کې یو کس خپله مور، چې له مېړه یې طلاق اخیستل غوښتل، ووژله.
په سوات کې د "دي اوېکنېنګ" یا بیدارۍ په نوم د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه ناحکومتي ټولنه وايي، په هغه سیمه کې وخت په وخت نجونه د ناموس په نوم وژل کېږي چې کورنۍ یې بیا ځانوژنه بولي.
هغه ټولنه زیاتوي چې د روان کال له پیل راهیسې په سوات کې ۳۰ ښځې او نجونه د "ناموس په نوم" او نورو لاملونو پر اساس وژل شوې دي.
د دوامداره ټولنیز پرمختګ په نوم د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي ناحکومتي سازمان د روان ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر ۲۸مه په خپل راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ۳۲،۶۱۷ پېښې ثبت شوې وې.
په هغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په ټول هېواد کې ۵۴۷ ښځې د ناموس په نوم وژل شوې وې چې ورڅخه یې ۱۳۴ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکې وې.
په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموس په نوم د وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې پر دې قوانينو عمل نه کېږي.
د ۲۰۲۵ز کال د مارچ پر اتمه هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان په سېنېټ کې په وړاندې کړل شوي يو قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د ناموس په نوم د وژنو مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او ښځو ته دې د ژوند په ټولو برخو کې د سړیو برابر حقونه ورکړي.