د لاسرسي ځای

خیبر پښتونخوا: د ورښتونو پر مهال پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۱۴۶ ته رسېدلی

تازه شو

د باجوړ په سالارزیو کې خلک په ورښتونو او سېلابونو کې د وژل شویو د جنازې لمونځ کوي - د اګست ۱۵مې انځور.
د باجوړ په سالارزیو کې خلک په ورښتونو او سېلابونو کې د وژل شویو د جنازې لمونځ کوي - د اګست ۱۵مې انځور.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، بټګرام، مانسهره او یوشمېر نورو ضلعو کې د شړکنده بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۱۴۶ ته لوړ شوی دی.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) یو ویاند انور شهزاد د اګست پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شویو بارانونو تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه په بونېر، باجوړ، بټګرام، مانسهره او سوات کې اړولي دي.

دی وايي، په مختلفو پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.

د شهزاد په خبره، د کورونو د بامونو کښېناستو، تندر پرېوتو او سېلابونو له وجې په بونېر کې لږ تر لږه ۷۸ تنه، په باجوړ کې ۲۱، په بټګرام کې ۱۵، په مانسهره کې ۱۴ او په سوات کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

پي ډي اېم اې وايي، د ورښتونو پر مهال د کورونو پرېوتو پېښو او سېلابونو په کوز دیر کې پینځه او په شانګله کې دوه تنه وژلي دي.

د خیبر پښتونخوا د بونېر ضلعې په بیشوڼۍ کلي کې یوشمېر کورونه سېلابونو لاهو کړي دي او داراز، په ګوکند دره کې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د سیمې یو خبریال عزیز بونېري مشال راډیو ته وویل، د بیشوڼۍ کلي زیاتره برخې سېلاب لاهو کړې دي. دی وايي، هلته لسګونه کسان وژل شوي دي او ډېری کسان لا هم ورک دي.

د ده په خبره، په سېلابونو کې مرګژوبله ښايي نوره هم زیاته شي او زیاتوي چې په مختلفو برخو کې د ژغورنې چارو ادارې کارکوونکي، ځايي اوسېدونکي او د ناحکومتي سازمانونو کارکوونکي د خلکو د ژغورلو، د بې درکو د موندلو او له ځپل شویو سره د مرستو هڅه کوي.

د پي ډي اېم اې ویاند شهزاد هم د خیبر پښتونخوا په مختلفو ضلعو کې د مرګژوبلې زیاتېدو وېره وښوده.

دی وايي، بارانونو لسګونه کورونه او ودانۍ ړنګې کړې دي او په ځینو ځایونو کې سېلابونو سړکونه لاهو کړي دي.

د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې سېلاب یو ګاډی یووړ - د اګست ۱۵مې انځور
د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې سېلاب یو ګاډی یووړ - د اګست ۱۵مې انځور

تر دې مخکې، په پېښور کې د ژغورنې او مرستندویه چارو صوبايي ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته ویلي ول چې د باجوړ د سالارزیو تحصیل په جبراړۍ کلي کې یې د خلکو په مرسته له سېلابي اوبو څخه ۱۶ جسدونه او درې ژوبل کسان ایستلي دي. هغه وايي، اووه کسان ورک دي چې لټون یې روان دی.

د رېسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي وايي، د مانسهرې په باسیان سېلاب یو ګاډی لاهو کړ. د ده په خبره، په ګاډي کې شپږ تنه سپاره ول چې پکې دوه مړه شول، یو ژوبل شو او درې یې ژغورلي دي.

فیضي زیاتوي، د مانسهرې له بټل سیمې څخه یې هم په ورښتونو او سېلابونو کې خلکو ته د ځاني او مالي زیان اطلاع ترلاسه کړې خو لا کره معلومات نه لري.

اخوا تر سختو ورښتونو وروسته په سوات سیند کې هم سېلاب راغلی دی.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر دفتر ویلي دي چې د باجوړ سېلاب ځپلو ته د مرستو لېږدوونکی هېلېکاپټر د "خراب موسم له وجې پرېوتی دی."

د اعلاوزیر دفتر د اګست پر ۱۵مه په بیان کې ویلي، په مرستندویه توکو له بار اېم ای-۱۷ هېلېکاپټر د باجوړ سېلاب ځپلو سیمو پر لوري روان وو چې په مومندو کې پرېوت. بیان وايي، په پېښه کې د دوو پیلوټانو په ګډون پینځه تنه وژل شوي دي.

بیان زیاتوي چې اعلاوزیر د اګست پر ۱۶مه په خیبر پښتونخوا کې ویر اعلان کړی دی.

د مومندو د پنډیالۍ یوشمېر اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل، هېلېکاپټر په چینګۍ بانډه سیمه کې پرېوتی دی.

د مومندو یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، سرتېري یې د پېښې ځای ته لېږدولي دي.

چینګۍ بانډه د مومندو له بنده (ډیمه) لویدیځ لوري ته پرته سیمه ده چې پکې انټرنېټ او د موبایل ټېلېفون شبکه نه شته نو ځکه ورڅخه پر وخت معلومات نه شي ترلاسه کېدای.

اخوا د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف اړوندو ادارو او چارواکو ته په بټګرام کې د خلکو د مرستو امر کړی دی. دولتي خبري اژانس وايي، نوموړي د اګست پر ۱۵مه په بیان کې چارواکو ته امر کړی چې ټولو ژوبلو ته دې پر وخت طبي مرستې ورسوي.

په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اګست پر ۱۵مه تر پشکال وروسته د بادرو (په هندۍ کې بادو بلل کېږي) میاشت پیل شوې ده. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.

په تېرو میاشتو کې ورښتونو او سېلابونو د پاکستان په مختلفو برخو کې خلکو ته لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر پای پورې د ورښتونو پر مهال بېلابېلو پېښو او سېلابونو د ۱۴۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل او ۷۰۰ کسان یې ژوبل کړل چې ورڅخه یې لوی شمېر ښځې او ماشومان ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG