د خیبر پښتونخوا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، په صوبه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.
ادارې د جولای پر ۲۳مه په بیان کې ویلي دي چې له وژل شویو څخه یې نهه ماشومان، درې ښځې او یو سړی دی.
اداره وايي، په پېښو کې درې تنه ژوبل شوي هم دي.
بیان وايي، مرګژوبله په سوات، بونېر، باجوړ، تورغر، کوهستان، مردان، کورمه، هريپور، مانسهره، چترال، ملاکنډ او شانګله کې اوښتې ده.
پي ډي اېم اې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د نور باران وړاندوینه کړې او زیاتوي چې په ځینو سیندونو کې د سېلاب امکان هم دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جولای پر ۲۲مه وویل چې د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر ۲۱مې پورې په پاکستان کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۲۲۱ او د ژوبلو هغه تر ۶۰۰ لوړ شوی دی.
اېن ډي اېم اې وايي، ورښتونو او سېلابونو تر ټولو زیات ځاني زیان په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې اړولی دی.
اداره وايي، بارانونو او سېلابونو سلګونه کورونه ړنګ او زیانمن کړي او تر ۲۰۰ زیات څاروي یې هم وژلي دي.
اېن ډي اېم اې د جولای پر ۱۹مه په یو بیان کې خبرداری ورکړی وو چې د روانې میاشت تر ۲۵مې پورې د ورښتونو له وجې په مختلفو ځایونو کې د سېلاب امکان دی. ادارې ویلي ول چې د ډېرو بارانونو له وجې په خیبر پښتونخوا کې د کابل، سوات او پنجکوړې په سیندونو او د باړې په خوړ کې د سېلاب خطر دی.
په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د جولای له ۱۵مې څخه د پشکال میاشت پیل شوې ده. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.
هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.
تېر کال هم په پاکستان او افغانستان کې سختو بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.