د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب ۳ سیندونو کې سېلاب ۲ مېلیونه وګړي اغېزمن کړي دي


له لاهور ښار سره نېږدې سېلابي اوبه د بې کوره شویو لپاره جوړ کیمپ ته داخلې شوې دي - د اګست ۳۱مې انځور.
له لاهور ښار سره نېږدې سېلابي اوبه د بې کوره شویو لپاره جوړ کیمپ ته داخلې شوې دي - د اګست ۳۱مې انځور.

د پنجاب حکومت وايي، په راوي، ستلج او چناب سیندونو کې د سخت سېلاب له وجې شاوخوا دوه مېلیونه وګړي او ۲،۳۰۸ کلي اغېزمن شوي دي.

د پنجاب حکومت لوړپوړې یا سینییر وزیرې مریم اورنګزېب د اګست پر ۳۱مه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل، دا "په پنجاب کې د تاریخ تر ټولو لوی سېلاب دی. سېلاب دوه مېلیونه وګړي اغېزمن کړي دي. دا لومړی ځل دی چې له درې سیندونو - ستلج، چناب او راوي - څخه د دومره لوړې سطحې سېلاب تېرېږي."

هغې وویل، د بېلابېلو ضلعو چارواکو، پولیسو او امنیتي ځواکونو خوندي ځایونو ته د خلکو د لېږد بهیر ته دوام ورکړی دی.

په پنجاب کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اګست پر ۳۰مه ناوخته په صوبه کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو په اړه راپور خپور کړ چې پکې خبرداری شوی چې په هغه سیندونو کې به لوی او "بېساري" سېلابونه دوام ولري.

پاکستان او هند د اګست له نیمايي راهیسې د بادرو (په اردو او هندۍ کې بادو بلل کېږي) بارانونو سخت اغېزمن کړل. په همدې حال کې د هوا پېژندنې ادارو د ورښتونو د دوام وړاندوینه کړې ده.

د اګست پر ۱۵مه تر پشکال وروسته د بادرو میاشت پیل شوه. په هغو دوو میاشتو کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.

د پنجاب په قصور کې حکومتي ژغورونکي خلک په کښتیو کې خوندي ځایونو ته لېږدوي - د اګست ۲۹مې انځور.
د پنجاب په قصور کې حکومتي ژغورونکي خلک په کښتیو کې خوندي ځایونو ته لېږدوي - د اګست ۲۹مې انځور.

د پي ډي اېم اې مشر عرفان علي کاټيا د اګست پر ۳۰مه په لاهور کې خبري غونډې ته وويل، د صوبې د درې سیندونو سېلاب د صوبې جنوبي برخو او سیند پر لوري روان دی.

اخوا د سیند صوبې مشر (سینیر) وزیر شرجیل انعام مېمن خبرداری ورکړی دی چې سېلاب ښايي د سېپټېمبر پر دویمه یا درېیمه صوبې ته داخل شي نو خلک دې بیداره اوسي. نوموړی وايي، حکومت د خلکو خوندي ځایونو ته د لېږد انتظام کړی دی او د څارویو لپاره یې هم ۳۰۰ کیمپونه جوړ کړي دي.

د اګست پر ۲۹مه سېلاب د پنجاب د مرکز او د ابادۍ له پلوه د پاکستان د دویم لوی ښار لاهور څنډې اغېزمنې کړې او د ښار په چونګ کې یې یوه رهایشي سیمه د ډوبېدو له ګواښ سره مخامخ کړه.

پر هغه ورځ سېلابي اوبه د لاهور یوشمېر رهایشي سیمو ته ننوتې، سړکونه یې ډوب کړل او نوره بېخبنا (انفراسټرکچر) یې زیانمن کړ.

دا په پنجاب کې په تېرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو لوی سېلاب دی چې له وجې یې حکومت یوازې روانه اونۍ تر یو مېلیون پورې وګړي خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.

د پاکستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د اګست له نیمايي څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې شاوخوا ۵۴۰ تنه وژلي دي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.

هغې ادارې د اګست پر ۳۰مه په بیان کې وویل، په وژلو شویو کې ۴۱۴ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول.

اداره وايي، داراز، په پنجاب کې ۳۳، په سیند کې ۳۰، د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې ۳۲، د پاکستان انتظام لاندې کشمیر کې ۲۷ او په بلوچستان کې څلور کسان وژلي دي.

اېن ډي اېم اې وايي، د جون له ۲۶مې څخه د اګست تر ۲۹مې پورې په پاکستان کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې ټول ۸۳۱ کسان وژل شوي او ۱،۱۲۱ نور ژوبل دي.

تر پنجاب مخکې، د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، سوات، شانګله، کوز او بر دیر، بټګرام، تور غر او مانسهره کې لوی ځاني او مالي زیانونه واړول. تر دې وروسته د اګست پر ۱۸مه په صوابۍ کې شړکنده باران او سېلابونو خلکو ته د مرګژوبلې تر څنګ لسګونه کورونه ړنګ او زیانمن کړل. داراز، د اګست پر ۲۳مه ماخوستن مهال په ډېره اسماعیل خان کې د طوفاني بارانونو پر مهال په پېښو کې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او ۴۶ ژوبل شول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

اړوند

XS
SM
MD
LG