سېلاب د بونېر قادر نګر کې ښادي په غم بدله کړه
د بونېر په قادر نګر سیمه کې د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر شړکنده باران وروسته په سېلاب کې تر ۸۰ زیات کسان ووژل شول. په وژل شویو کې د هغې کورنۍ ۲۴ غړي هم شامل دي چې پکې د یو مساپر زلمي د واده تیاری روان وو. د هغې کورنۍ دوه غړي لا هم ورک دي چې لټون یې روان دی. د کورنۍ یو غړی وايي، سېلاب دومره زورور وو چې د کور هر څه یې د کاغذونو په څېر لاهو کړل. په خیبر پښتونخوا کې وروستیو سېلابونو تر ۳۹۰ زیات کسان وژلي او بونېر یې تر ټولو سخت ځپلی دی. صوبايي او وفاقي حکومتونه وايي، له ځپل شویو سره پوره مرسته کوي. د قادر نګر د کورنۍ کیسه په دې ویډیو کې.