د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو کې د پوليسو پر امنیتي پوستې په بمي برید کې د ۱ افسر په ګډون ۳ پولیس وژل شوي


د اکتوبر پر ۲۴مه په هنګو کې وسلوالو د پوليسو پوسته بمي بريد کړی دی.
د اکتوبر پر ۲۴مه په هنګو کې وسلوالو د پوليسو پوسته بمي بريد کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع کې د پوليسو پر یوې امنیتي پوستې په بمي برید کې د یو افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي دي.

د هنګو د پوليسو مشر خان زېب خان رسنيو ته ويلي دي چې نن (د اکتوبر پر ۲۴مه) ناپېژندليو وسلوالو لومړی د بلیامینې تاڼې په حدودو کې د غلمینې په نامه پوسته په بارودي موادو سره والوزول.

نوموړي زياته کړه، چې کله د پولیسو عملیاتي مشر اسد زبير له خپلې ډلې سره هلته ورغلی، نو بله چاودنه وشوه او په نتیجه کې یې اسد زبير او دوه نور پولیس ووژل شول.

د خان زېب په وينا، د برید د نوعیت، د چاودنې د بارودي موادو د اندازې او د وسلوالو د پېژندنې لپاره پلټنې پیل شوې دي.

تر اوسه چا د هغې پېښې مسوليت نه دی منلی.

د خيبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې په وروستيو ورځو کې د بمي چاودنو او وسلوالو بريدونو پېښې زياتې شوې دي.

د اکتوبر پر ۱۰مه ماخوستن مهال د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو پر روزنيز مرکز په وسلوال بريد کې لږترلږه اووه پوليس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي ول.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر دويمه د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور او جنوبي ضلعې لکي مروتو کې په دوو جلا جلا بريدونو کې يو پوليس او يو عام وګړی وژل شوی او د دريو پوليسو په ګډون نهه کسان ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کوټه کې د سرحدي ځواکونو پر سيمه ييز دفتر په ځانمرګي بريد کې ۱۲ کسان وژل شوي ول.

بلخوا د سېپټېمبر پر ۲۹مه د جنوبي وزیرستان په مولا خان سرای سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د پاکستان پوځ نهه سرتېري وژل شوي ول.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو بريدونه کوي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي د ترهګرۍ او ناامنۍ ختمولو ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف يې هدفي عمليات روان دي.

XS
SM
MD
LG