د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور او جنوبي ضلعې لکي مروتو کې په دوو جلا جلا بريدونو کې يو پوليس او يو عام وګړی وژل شوی او د دريو پوليسو په ګډون نهه کسان ژوبل شوي دي.
د پېښور پوليسو په خپاره کړي بيان کې ويلي چې د اکتوبر پر دويمه مازيګر مهال د بالا ماڼۍ تاڼې په حدودو کې هغه مهال بمي چاودونه وشوه چې پوليسو په سيمه کې ګزمه کوله.
بيان زياتوي چې د سړک پر غاړه د ښخ شوي بم په هغه چاودنه کې څلور پوليس او پينځه عام وګړي ژوبل شول، چې بيا وروسته يو پوليس د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د پېښور پوليسو مشر ډاکټر ميا سعيد ويلي دي چې د ماين چاودنې هدف د پوليسو ګاډی وو چې په سيمه کې یې ګزمه کوله.
بلخوا په لکي مروتو کې د پوليسو د ځانګړي ځواک يو چارواکي مشال راډيو ته وويل چې د اکتوبر پر دويمه ماښام مهال د شهبازخېلو تاڼې په حدود کې د ناپېژندليو موټر سايکل سپرو وسلوالو په ډزو کې يو پوليس ژوبل شو او يو عام وګړی ووژل شو.
تر اوسه د دې بريدونو ذمه واري چا نه ده منلې. پوليس وايي، تر هغو پېښو وروسته يې پلټنې او د مشکوکو وسلوالو د لټون عمليات پيل کړې دي.
په پاکستان کې په وروستيو ورځو کې د بمي چاودنو او وسلوالو بريدونو پېښې زياتې شوې دي.
د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کوټه کې د سرحدي ځواکونو پر سيمه ييز دفتر په ځانمرګي بريد کې ۱۲ کسان وژل شوي ول.
تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۲۹مه د جنوبي وزیرستان په مولا خان سرای سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د پاکستان پوځ نهه سرتېري وژل شوي ول.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالو ډلو پر پولیسو او امنیتي سرتېرو بريدونه کوي.
په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل مياشتني راپور کې ويلي دي چې روان ۲۰۲۵ز کال په سېپټېمبر مياشت کې د وسلوالو په بريدونو کې نسبتاً کموالی راغلی وو.
تر دې وړاندې دغې ادارې د روان کال اګست يوه له خونړيو مياشتو ګرځولې وه.