د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: له افغانستان سره اوربند به تر هغه وخته عملي وي، تر څو چې یې سرغړونه نه وي شوې


د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف د هغه هېواد د قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف د هغه هېواد د قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف وايي چې له افغانستان سره اوربند به د وخت د محدودیت پرته تر هغې نافذ وي، تر څو چې یې سرغړونه نه وي شوې.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه رسنیو ته په یو استولي بیان کې وویل چې د اوربند په تړون کې په څرګند ډول راغلي چې په افغانستان کې به ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته هېڅ ډول اسانتياوې نه ورکول کېږي.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.

خو د طالبانو حکومت وایی چې په پاکستان کې امنيتي پېښې د دوی کورنۍ مسله ده او د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

خواجه اصف هم هغه تور ته په اشاره وویل، "موږ دا خبره په وار وار تکراروو او څرګنده ده چې افغانستان یې ردوي."

نوموړي ادعا وکړه چې ترکیې او قطر هم ټینګار کړی چې اصل شخړه د افغانستان پر خاوره "د ټي ټي پي ملاتړ" دی او دا چې دغه وسلوال په پاکستان کې فعالیت کوي، خو ترکيې او قطر دا خبره نه ده په ډاګه کړې او نه هم په خپرو شويو اعلاميو کې داسې څه ليکل شوي ول.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۱۸مه د قطر او ترکيې په مينځګړيتوب په دوحه کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمينځ د اوربند او سولې خبرې اترې پیل شوې چې وروسته د اکتوبر پر ۱۹مه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اوربند د تړون اعلاميه خپره کړه.

د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ د اوربند د اعلان سربېره د تګ راتګ لارې لا تړلې پرتې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

د اوربند تړون په اړه به د نورو خبرو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځ بله غونډه د اکتوبر له ۲۵مې څخه تر ۲۷مې پورې د ترکيې په استانبول ښار کې کېږي.

د دوحې تر تړون وروسته د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف د اکتوبر پر ۱۹مه پر اېکس پاڼه وليکل چې دواړه ګاونډي هېوادونه به د يو بل "د خاورې درناوی" کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد هم د اکتوبر پر ۱۹مه پر اېکس پاڼه وليکل چې "د بشپړ او معنادار اوربند د توافق تر څنګ پرېکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به د يو بل پر وړاندې د عداوت هېڅ عمل نه ترسره کوي."

د دوحې د مذاکراتو پر مهال د طالبانو حکومت د پلاوي مشري د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد کوله او د استخباراتو مشر مولوي عبدالحق وثیق هم د پلاوي برخه وو.

د پاکستاني پلاوي مشري بيا د هغه هېواد دفاع وزیر خواجه محمد اصف پر غاړه وه او د استخباراتي ادارې، ای اېس ای، مشر جنرال عاصم ملک هم په دې خبرو اترو کې برخه درلوده.

بريدونه او جګړه

د دواړو هېوادونو ترمينځ د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.

تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.

وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.

سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.

د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.

XS
SM
MD
LG