د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې په ټرافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ۱۵ کسان وژل شوي دي


په ټرک کې د يوې کورنۍ ۲۳ کسان سپاره ول چې پکې ۱۵ وژل شوي دي.
په ټرک کې د يوې کورنۍ ۲۳ کسان سپاره ول چې پکې ۱۵ وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې په سوات کې په ټرافيکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۵ کسان وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

د ملاکنډ د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند صادق شاه مشال رېډیو ته ويلي چې د اکتوبر پر ۱۵مه شپې مهال له بحرینه روان شوی د بنجاریانو يو ټرک د ملاکنډ موټروې له درېيم ټونل سره نېزدې ژورې کندې ته پرېوتی دی. د ده په خبره، په ټرک کې د يوې کورنۍ ۲۳ کسان سپاره ول.

د ده په وینا، په پېښه کې ۱۴ کسان په هغه ځای مړه شوي دي او ۸ نور زخمیان دي چې پکې د څلورو حالت مرګونی دی. په مړو کې پینځه ماشومان او څلور ښځې دي.

۷ زخمیان د بټ خيلې روغتون ته وړل شوي ول. يو ټپی د سيدو شرېف هسپتال ته رسول شوی وو چې هغه هلته د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

د سوات ترڅنګ د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت ټرافیکي پېښې زياتره وخت د ټرافیکي قوانینو د نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

له همدې وجې د پاکستان په مختلفو برخو کې ټرافیکي پېښې وخت په وخت خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG