د خیبر پښتونخوا په سوات کې ناپېژندليو وسلوالو د پولیو يا ګوزڼ واکسيني کيمپېن ساتونکی پولیس وژلی دی.
د مټې پوليسو مشر نصیر باچا مشال راډیو ته ويلي چې نن (د اکتوبر پر ۱۴مه) ماسپښين مهال د مټې په نظراباد سيمه کې د پوليو واکسيني ډلې ساتونکی پوليس د يوه کور مخې ته ناست وو چې ناپېژندليو وسلوالو په ډزو وواژه.
د هغه مړی د مټې روغتون ته رسول شوی دی او پولیسو په پېښه کې د تورنو کسانو لټون پیل کړی دی.
د دې پېښې ذمه واري لا چا نه منلې ده.
د سوات انتظامي مشر (مرستیال کمېشنر) نعیم جان مروت رسنیو ته ويلي دي چې د پولیو وايرس د مخنیوي کيمپېن به له مهالوېش سره سم دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې د اکتوبر له ۱۳مې د ګوزڼ د مخنيوي څاڅکو ورکولو اووه ورځنی واکسيني کېمپېن روان دی.
تر دې وړاندې هم د سوات په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې وسلوالو د پوليو واکسیني ډلو غړي او د هغوی ساتونکي وژلي دي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۹ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې ۱۸ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د ګلګت بلتستان اوسېدونکی وو.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.