د پنجاب پوليس وايي چې د تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) له پلویانو سره يې په نښتو کې يو تاڼېدار او د (ټي اېل پي) درې غړي وژل شوي دي.
د پوليسو ویاند مبشر حسين نن (اکتوبر پر ۱۳مه) رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې احتجاجیانو په مريدکې سيمه کې پرلت وهلی وو چې پولیسو ورختم کړ. خو پر دې مهال د پوليسو او ټی اېل پي د غړيو ترمينځ نښتې شوې دي.
تر نښتو وروسته حکومت لاهور او اسلام اباد ته تلونکې لويې لارې تړلې خو لږ شېبه وروسته يې بېرته خلاصې کړې.
ټي ايل پي د اکتوبر پر ۱۰مه له لاهوره د اسلام اباد پر لور لاريون پيل کړی وو او د پلان له مخې به يې په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت مخې ته د غزې او فلسطين په ملاتړ لاريون کاوه.
د پولیسو ویاند ويلي چې له څو ورځو راهیسې د پوليسو او تحریک لبیک پاکستان د پلویانو ترمينځ د نښتو په نتیجه کې يو ولسي وګړي وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي. د دې ترڅنګ د قانون پلي کوونکو ادارو ۴۸ سرتېري هم ژوبل شوي دي.