غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل:" دلته خبري غونډې کېږي او وايي چې موږ تېر کال د استخباراتي معلوماتو پر اساس ۱۴،۰۰۰ عملیات کړي، خو ترهګري هم هغه ډول ده او نن هم زما خلک بې کوره دي او نن هم زما د خلکو کورونه ورانېږي او هغوی شهیدان کېږي."
دا تر هغه وروسته ده چې علي امين ګنډه پور لومړی د اکتوبر پر اتمه او بيا وروسته د اکتوبر پر ۱۱مه د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي ته خپل استعفا ليکونه ولېږل.
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مشرانو د پوځ د وياند لېفټينېنټ جنرال احمد شریف چودري پر هغو څرګندونو سختې نيوکې کړي چې ګواکې د د دوی ګوند يا د ګوند بنسټګر عمران وسلوال طالبان خيبر پښتونخوا ته راوستل يا له هغوی سره نرمه رويه ساتي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان يو شخصي ټېلېویژون جیو نیوز ته په مرکه کي ویلي ول چې افغانستان د پاکستان لپاره یو دښمن هېواد دی. د نوموړي دې څرګندونو ته پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه ښوول شوي ول. په پاکستان کې شنونکي د دفاع وزیر دا بیان څنګه ارزوي؟
د پاکستان امنیتي ادارې ادعا کوي چې د اېف سي ځواک په ډزو وسلوالو ته هم تاوان رسېدلی دی خو دا چې څومره وسلوال وژل شوي دي؟ تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یو غړي شفیع الله جان په خپله وینا کې وویل، صوبايي حکومت به هېڅکله د پښتنو په سیمو کې د پوځي عملیاتو اجازه ورنه کړي.
افغان محصلینو د اګست پر ۱۹مه په پېښور پرېس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د پاکستان د حکومت تازه پرېکړې چې د پي او ار کارډلرونکي افغانان خپل هېواد ته لېږي، دوی سخت پرېشانه کړي دي.
ګنډه پور داراز ټینګار وکړ چې حکومت ته یې "ښه طالبان" هم د منلو نه دي. "په صوبه کې د ښو طالبانو هېڅ ګنجایش نه شته، چا چې هم ساتلي، هغوی دې یې له [صوبې] وباسي."
د عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین وايي، د هغوی ګوند د خپل یو مخکښ مشر مولانا خانزېب له وژل کېدو وروسته، د جولای پر ۲۶مه یوه جرګه په پام کې نیولې ده چې ورکې به په خیبر پښتونخوا صوبه کې د امنیت په اړه مهمې پرېکړې کېږي.
د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین وايي، وفاقي او صوبايي حکومت د ناامنۍ ختمولو ته جدي نه دي نو ځکه د وسلوالو فعالیتونه لا په زیاتېدو دي. په همدې حال کې اعلاوزیر علي امین ګنډه پور ویلي، د پولیسو د وړتیاوو زیاتولو لپاره یې په بودیجه کې پیسې اېښې دي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ناحکومتي ادارې په خپاره کړي تازه رپورټ کې ویلي چې په دې ملک کې د وسله والو بریدونو پنځه فیصده زیات شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د صنعتونو ادارې ويلي دي چې په هغه صوبه کې له ۲۰۰ زيات صنعتونه د بجلۍ او ګېس د ستونزو او ځینو نورو مشکلاتو له امله بند شوي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېشن پر مخ ليکي: "ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې عام خلک په دغسې پېښو کې د تصادفي زیان ښکار کېږي. اېچ ار سي پي د دغو تکرارېدونکو پېښو د ژر او شفافو پلټنو غوښتنه کوي او له رياسته غواړي چې په جنګ ځپلو سیمو کې د ولسي خلکو ساتنه لومړیتوب وګرځوي."
د پولیو مخنیوي ادارې پر فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا کيمپېن به د مې تر ۳۰مې دوام وکړي چې پر مهال به يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي څه باندې ۴۵ مېلیونه ماشومان واکسینوي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندې په بلوچستان صوبه کې د ولسي جرګې په نوم د غونډو لړۍ پیل کړې وه. دوی په دغو غونډو کې په پښتون مېشتو سیمو کې د بدامنۍ د ختمولو، په خپلو وسایلو د پښتون ولس د واک او د ولس د خراب اقتصاد اړوند بحثونه ترسره کېږي.
د پي ټي اېم یو مخکښ فعال او د علي وزير نېږدې ملګري بادشاه پشتین د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې وزیر "د پښتورګو، د وينې فشار او شکر (شوګر) ناروغۍ" لري او په وروستيو کې د "زړه" ناروغي هم ورته پيدا شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا پر طبیعي سرچینو واک "یوازې د ولس او د صوبې د منتخبو استازو" دی او هېڅ "وفاقي ادارې یا بیوروکراسۍ ته یې د کنټرولولو اجازه نه شي ورکولای."
په یوه خبرپاڼه کې چې د مارچ پر ۲۸مه د وزیراعلی علي امین ګنډه پور له دفتره خپره شوې او مشال راډیو سره هم شریکه شوې راغلې دي
نور وښیئ