د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالی وزیرستان مشران غوښتنه کوي چې د پوځي عملیاتو پر مهال دې ولسي وګړي نه ځورول کېږي


په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال په وار وار خلک بې کوه کړل شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال په وار وار خلک بې کوه کړل شوي دي.

د شمالي وزیرستان ټولو سیاسي ګوندونو، د دوکاندارانو اتحادیو او اوتمانزو جرګې پر حکومت او پوځ غږ کړی چې دته خېلو تحصيل د خرسین سیمې بې کوره شوي کسان دې کورونو ته ستانه کړي.

له دې سيمې څخه خلک د سېپټېمبر پر شپږمه د محمد خېل لنډ سید اباد ته کډه شوي دي.

دوی تر هغې وروسته کډه شول کله چې پر پوځ تر وسلوال برید وروسته پوځ د سيمې خلکو ته په دوو ساعتونو کې د کلیو خالي کولو حکم وکړ. په بريد کې دوه عسکر وژل شوي دي.

سیاسي اتحاد، د دوکاندارانو اتحادې او اوتمانزو جرګې د سېپټېمبر پر اتمه په میرامشاه کې غونډه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې حکومت او پوځ دې د وسلوالو ضد کاروايانو په نوم نور ولسي وګړي نه ځوروي.

د تحصيل دته خېلو د خرسين سيمې خلک کډه کوي
د تحصيل دته خېلو د خرسين سيمې خلک کډه کوي

د اوتمانزو جرګې یو مشر او په شمالي وزیرستان کې د عوامي نېشنل ګوند یو مخکښ عبد الخلیل وزیر مشال رېډیو ته وویل چې په غونډه کې پر حکومت او پوځ غږ وشو چې د خرسين سيمې خلک دې خپلو کورونو ته ستانه کړي.

د شمالي وزیرستان میرامشاه بازار دوکاندارانو اتحاديې مشر ثنا الله مشال رېډیو ته وویل چې دا څنګه کېدای شي چې په دوو ساعتونو کې دې خلک له کورونو وايستل شي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر محمد یوسف کریم مشال ریډیو ته وویل چې خلک يې په خړ قمر، محمد خېل او د شاوخوا سيمو په سکولونو او نورو ودانيو کې ځای پر ځای کړي دي.

هغه زیاته کړه چې پوځ د عامو خلکو د ژغورلو په هدف د خلکو د ايستلو پرېکړه کړې ده او دوی هڅه کوي چې د دې ستونزو حل راوباسي.

په شمالي وزیرستان کې وخت پر وخت د پوځ وسلوالو ترمنځ نښتې کېږي چې وروسته بیا خلک شکایت کوي چې پوځ ولسي وګړي ځوروي.

XS
SM
MD
LG