په پاکستان کې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویدنې له د وژل شویو شمېر تر ۹۰۰ اوښتی دی.
دا خبره د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام وفاقي ادارې له خوا د سېپټتمبر پر شپږمه ناوخته په یو خبرپاڼه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه په هېواد کې ۹۰۷ کسان وژل شوي او لرترلږه ۱۰۴۴ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې له ورکړو معلوماتو سره سم، په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله شوې ده چېري چې ۵۰۲ کسان وژل شوي او ۲۱۸ نور ټپیان دي.
په پنجاب کې د بارانونو له امله ۲۲۳ کسان مړه او ۶۵۴ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په سیند کې د بارانونو له امله ۵۸ کسان مړه شوي او ۷۸ نور ټپي شوي دي. په بلوچستان کې هم ۲۶ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام وفاقي اداره وايي، په ګلګت بلتستان کې د بارانونو له امله ۴۱ کسان مړه او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې بیا ۳۸ او په اسلام اباد کې ۹ کسان وژل شوي دي.
د یادې ادارې د راټولو کړو معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول ملک کې د بارانونو او سیلابونو له امله ۷۸۴۸ کورونه زیانمن شوي دي او ۶۱۸۰ څاروي هم مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې په پنجاب او سیند صوبو کې لا هم سېلابي حالت دوام لري بلکې د لا نورو بارانونو وړاندوینه هم شوې ده.
په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام مرکزي ادارې خبرداری ورکړی وو چې د سېپټمبر له شپږمې تر نهمې د ملک په یو شمېر سیمو کې د سختو بارانونو امکان دی.
یادې ادارې د سېپټمبر پر پنځمه پر خپله ویب پاڼه په خپاره کړي خبرداري کې ویلي وو چې په دې ورځو کې په پنجاب، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او ګلګت بلتستان کې پر یو شمېر سیمو خو په سیند صوبه کې د پراخو بارانونو اټکل شوی دی.
بل خوا د سېپټمبر پر شپږمه د ملتان په جلال پور سيمه کې د سيلاب ځپلو د مرستې لپاره ليږل شوې يوې کښتۍ ډوبېدو له امله څلور کسان مړه شوي دي.
ځايي پولیسو رسنيو ته ويلي دي چې په کښتۍ کې ۳۰ کسان سپاره وو چې په دوی کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.
په وژل شويو کسانو کې يوه ښځه او درې ماشومان شامل دي. د کښتۍ په حادثه کې د ورک شوي دوه مياشتني ماشوم لټون روان دی. په کښتۍ کې سپاره نور ټول کسان ژغورل شوي دي.
کښتۍ د سیلاب ځپلو د ژغورنې لپاره ليږل شوې وه خو تر خپلې اندازې زيات خلک پکې سپاره شوي وو چې له امله يي کښتۍ ډوبه شوه.