د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې نن یوې بلې زلزلې سیمه لړزولې ده


د افغانستان د کونړ ولایت یوه زلزه ځپلې سیمه - د سېپټېمبر دویمې انځور
د افغانستان د کونړ ولایت یوه زلزه ځپلې سیمه - د سېپټېمبر دویمې انځور

د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې یوه بله زلزله شوې ده چې زور یې د تېرو دوو زلزلو پرتله کم ښوول شوی دی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي دا زلزله د سېپټېمبر پر څلورمه له غرمې وړاندې د ننګرهار ولایت د مرکز د جلال اباد ښار په ۱۳ کېلومیټرۍ کې د ځمکې په ۱۰ کېلومیټره ژور تل کې شوې ده او شدت یې د رېښتر په تله څلور اعشاریه اووه درجې وو.

دا د اګست له ۳۱مې نېټې راهیسې درېیمه زلزله ده چې د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې کېږي. تر دې وړاندې د اګست د ۳۱مې او سېپټېمبر د لومړۍ نېټې په منځنۍ شپه د رېښتر په تله د شپږو درجو او د سېپټېمبر په دویمه نېټه د پنځه اعشاریه پینځه درجو زلزلې راغلې وې.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر په دویمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي وو چې په کونړ کې د راغلې زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۱۱ ته پورته شوی دی. نوموړي دا هم لیکلي وو چې په دې سربېره ۳۱۲۴ تنان په زلزله کې ټپیان شوي هم دي. همدا رنګه زرګونه نور بې کوره شوي هم دي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي زلزلې د افغانستان په ختیځ کې څلور ولایتونه، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي خو تر ټولو زیات زیانونه د کونړ ولایت په لرې پرتو غرییزو سیمو کې خلکو ته رسېدلي دي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا په زلزله کې د کونړ ولایت د نورګل، وټه پور، ماڼوګي، څوکۍ او چپې درې ولسوالۍ سختې زيانمنې شوې او په يادو سيمو کې لا هم د ژغورنې عمليات روان دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د کونړ ولایت په هغو غرنیو لرې پرتو سیمو کې چې د لارو د خرابوالي له وجې ورته رسېدل ستونزمن دي، د هوا له لارې کمانډو ځواکونه ښکته کړل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې د رییس احسان الله احسان له قوله خبر ورکوي چې د سېپټېمبر د درېیمې نېټې په سهار د کومانډو لسګونه سرتېري په هغو سیمو کې ښکته شول چې هېلیکوپټرې په هغو ځایونو کې کېناستلی نه شي.

په ورته مهال د افغانستان له زلزله ځپلو خلکو سره د نړېوالو ادارو او هېوادونو د مرستو لړۍ هم روانه ده. د سېپټېمبر په درېیمه د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیره ډاکټره مریم بنت علي بن ناصر المسند د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېده څو د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته د دې هېواد مرستې ورسوي.

په یوه بیان کې چې د قطر د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی، ویل شوي دي چې د دې هېواد له خوا د دوو خوځنده روغتونونو، دارو درملو، خیمو او خوړو مرستې په څلور پوځي الوتکو کې کابل ته ورسېدلې او په پام کې ده چې شاوخوا ۱۱،۰۰۰ زلزله ځپلو ته ووېشل شي.

تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان د سېپټېمبر په دویمه ویلي وو چې په افغانستان کې زلزله ځپلي خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې وې چې د ژغورنې عملیات یې پیچلې کړې دي او پر پاکستان یې هم نیوکې کړې دي چې له خپلې خاورې یې افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG