د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند صوبې له کچه سیمو تر ممکنه سېلاب مخکې لسګونه زره خلک اېستل شوي


په پاکستان کې سږ کال سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده. زیات تاوان په خیبر پښتونخوا کې شوی دی.
په پاکستان کې سږ کال سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده. زیات تاوان په خیبر پښتونخوا کې شوی دی.

د پاکستان د سیند صوبې له کچه سیمو څخه تر ممکنه سېلاب مخکې له ۱۰۰،۰۰۰ زیات خلک ایستل شوي دي.

د سيند حکومت سینیر وزیر شرجیل انعام مېمن ویلي دي چې تر اوسه له کچه سیمو ۱۰۹،۳۲۰ کسان خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.

د پاکستان ډان او نورو رسنیو د سېپټېمبر پر پينځمه د شرجیل مېمن له خولې په یو بیان کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴،۴۳۰ کسان خوندي ځايونو ته ایستل شوي دي.

بيان زياتوي چې له ۳۴۶،۰۰۰ څخه ډېر څاروي هم خوندي سيمو ته لیږدول شوي دي.

بلخوا په پنجاب کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې د سېپټېمبر پر پينځمه خپاره کړي رپورټ کې ویلي چې په چناب، راوي او ستلج سيندونو کې د سیلابونو له امله ۳.۸ مېلیونه خلک اغېزمن شوي دي.

په رپورټ کې زیاته شوې چې د سېلابونو له امله بند پاتې ۱.۸ ملیونه خلک ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.

په هغو سیمو کې ۴۱۵ د مرستې کمپونه جوړ شوي دي چې د سختو سېلابونو له امله اغېزمن شوې دي. اداره زياتوي چې د سېپټېمبر له شپږمې تر نهمې نېټې پورې د پنجاب په مختلفو ضلعو کې د شدیدو بارانونو، قوي بادونو او تندرونو امکان شته.

د سوات حضرت خلیل وايي کور یې سېلاب ویجاړ کړ خو حکومت یې پوښتنه نه ده کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00

د پنجاب صوبې ریلیف کمېشنر نبیل جاوید ویلي دي چې په هغه صوبه کې د سېلابونو له امله ټولټال ۳.۸۷۵ مېلیونه خلک اغیزمن شوي او ۴۶ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د قانون وزیر اعظم نزير تارړ د سېپټېمبر پر پينځمه قامي اسمبلۍ ته په وينا کې وویل چې د وروستیو شمېرو له مخې، په سیلابونو کې ۸۸۴ کسان وژل شوي او ۱۱۸۱ نور ژوبل شوي دي.

هغه وویل چې ۲.۱ میلیونه خلک له سیلاب ځپلو سیمو څخه ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG