د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو کمانډو ځواکونه زلزله ځپلو سیمو کې د مرستې لپاره ښکته شوي


د طالبانو کمانډو ځواکونه د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې مرسته کوي - د سېپټېمبر دویمې نېټې انځور
د طالبانو کمانډو ځواکونه د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې مرسته کوي - د سېپټېمبر دویمې نېټې انځور

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د کونړ ولایت په هغو غرنیو لرې پرتو سیمو کې چې د لارو د خرابوالي له وجې ورته رسېدل ستونزمن دي، د هوا له لارې کمانډو ځواکونه ښکته کړل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې د رییس احسان الله احسان له قوله خبر ورکوي چې د سېپټېمبر د درېیمې نېټې په سهار د کومانډو لسګونه سرتېري په هغو سیمو کې ښکته شول چې هېلیکوپټرې په هغو ځایونو کې کېناستلی نه شي.

نوموړی وايي چې دوی له خوا په یوه جوړ شوي کیمپ کې مرستندویې او خدماتي کمیټې د اکمالاتو او بېړنیو مرستو د رسېدو چارې همغږې کوي. د هغه په وینا د قربانیانو د ښخولو، د ټپیانو د لېږد او د پاتې کسانو د ژغورنې لپاره هم دوه مرکزونه فعال دي.

په افغانستان کې د اګست د ۳۱مې او سېپټېمبر د لومړۍ نېټې ترمینځ د شپې زلزلې چې زور یې د رېښتر په کچه شپږ درجې ښوول شوی وو، له ۱۴۰۰ زیات کسان وژلي او له ۳،۰۰۰ زیات یې ژوبل کړي دي او همدارنګه زرګونه نور کسان بې کوره شوي هم دي.

زلزلې د افغانستان د ختیځ څلور ولایتونه ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان وځپل خو تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه په کونړ ولایت کې خلکو ته اوښتي دی.

د سېپټېمبر په دویمه په داسې حال کې چې خلک په زلزله ځپلو سیمو کې د ړنګو کورونو په کنډوالو کې د جسدونو په لټون بوخت وو، یوې بلې زلزلې د هغه هېواد ختیزې سیمې لړزولې ولړزولې.

راپورونه وايي، په ننګرهار ولایت او شاوخوا سیمو کې د سېپټېمبر په دویمه د رېښتر په کچه د پینځه اعشاریه پینځه زلزله وشوه. د جرمني د جیولوژیکي موندنو یوې ادارې د دغې زلزلې مرکز د جلال اباد شاوخوا ته په ځمکه کې ۱۰ کیلو میټره ژور ښوولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د رېښتر په کچه ۶ درجې زلزلې د افغانستان ختیزې سیمې په ځانګړې توګه کونړ ولایت وځاپه چې خلکو ته یې د سر او مال دروند زیان واړاوه.

د کونړ د غازي اباد سیمې یو ولسي مشر صدیق الله د سېپټېمبر په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، "کلی مو مکمل ړنګ دی، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د کلي خلک سنبال کړي، د رارسېدلي تاوان جبران زموږ له وسه پورته دی، موږ دا لویې ډبرې او ملبې نه شو لرې کولی."

په ورته مهال د بخښنې نړیوال سازمان د سېپټېمبر په دویمه ویلي چې په افغانستان کې زلزله ځپلي خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې د طالبانو پر حکومت هم نیوکې کړې دي چې د ژغورنې عملیات یې پیچلې کړې دي او پر پاکستان یې هم نیوکې کړې دي چې له خپلې خاورې یې افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی دی.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه په یو بیان کې ویلي وو چې د هغوی سازمان د اړتیاوو د ارزولو، د بیړنیو مرستو د چمتو کولو او د اضافي مرستو د راټولولو لپاره چمتوالی نیسي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر په دویمه وویل چې په زلزله کې د کونړ ولایت د نورګل، وټه پور، ماڼوګي، څوکۍ او چپې درې ولسوالۍ سختې زيانمنې شوې او په يادو سيمو کې لا هم د ژغورنې عمليات روان دي.

XS
SM
MD
LG