د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د یو قرارداد له لارې د خیبر پښتونخوا له صوبايي او د پاکستان له مرکزي حکومت نه غوښتنه کړېده چې په افغانستان کې په زلزله کې ژوبل شویو کسانو ته دې له ویزې پرته د علاج لپاره پاکستان ته د سفر اجازه ورکړل شي.
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو دا غوښتنه د سېپټېمبر په لومړۍ د غونډې پر مهال وکړه.
د اسمبلۍ له غونډې وروسته د عوامي نیشنل ګوند غړي نثار باز مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان مرکزي حکومت دې د انساني همدردۍ په بنیاد ژوبلو کسانو ته بیدون له وېزې له افغانستانه پاکستان ته د اوړېدو اجازه ورکړي چې هغوی د خیبر پښتونخوا په روغتونونو کې خپله درملنه وکړای شي، "له ریاست نه دا مطالبه کوو، له صوبايي حکومت او د مرکزي حکومت نه مطالبه کوو چې د انساني همدردۍ په بنیاد باندې او د پښتونولۍ په بنیاد باندې، له افغانستان سره چې زموږ د کونړ کومې لارې دي، که هغه د نواپاس لاره ده، د غاښۍ پاس لاره ده او که د لټۍ پاس لاره ده، چې هغه دې په فوري ډول باندې پرانیزي چې زلزله کې زخمي شوي کسان د خیبر پښتونخوا هسپتالونو ته راوړل شي او دلته یې علاج وشي."
په اسمبلۍ کې په وړاندې شوي قرارداد کې ویل شوي دي چې د خیبر پښتونخوا اسمبلي په افغانستان کې په زلزله کې د خلکو په وژل کېدو، ژوبلېدو او متاثره کېدو خواخوږي ښکاره کوي. په قرارداد کې ویل شوي صوبايي او مرکزي حکومتونه دې د افغانستان له زلزله ځپلو سره دې مرستې هم وکړي او مرستندویه ټیمونه دې زر تر زره افغانستان ته ولېږي.
صوبايي او مرکزي حکومتونو تراوسه د خیبر پښتونخوا د قرارداد په ځواب کې څه نه دي ویلي او نه هم د افغانستان او پاکستان ترمینځ له سفري اسنادونو پرته د زخمیانو د لېږدولو راپورونه مخې ته راغلې دي.
په افغانستان کې د اګست ۳۱مې او د سېپټېمبر د لومړۍ نېټې په منځنۍ شپه کې راغلې زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو خلکو ته د سر او مال زیانونه ور اړولي دي.
د افغانستان د سرې میاشتې ادارې د سېپټېمبر په دویمه نېټه وویل، دوی وېره لري چې په زلزله کې له ۱۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او له ۳،۰۰۰ زیات نور ژوبل دي.