د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي د ۵ کلونو لپاره زندان ته لېږدول شوی


پوليس د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي د پاريس يوه عدالت ته وړاندې کوي ـ انځور له ارشيفه
پوليس د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي د پاريس يوه عدالت ته وړاندې کوي ـ انځور له ارشيفه

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي نن (د اکتوبر پر ۲۱مه) د پينځو کلونو لپاره په پاریس کې يو زندان ته لېږدول شوی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې ۷۰ کلن سرکوزي د جنایي سازمان په جوړولو کې د ونډې اخیستو په تور مجرم وپېژندل شو.

پر هغه تور دی چې د ولسمشریزو انتخاباتو د کيمپېن د تمویل لپاره يې د ليبيا له پخواني آمر معمر قذافي څخه پيسې اخيستې وې.

نوموړی له ۲۰۰۷ز څخه تر ۲۰۱۲ز پورې د فرانسې ولسمشر وو.

سرکوزي پر خپلې بې‌ ګناهۍ ټينګار کړی او په يو بیان کې، چې پر اېکس پاڼه يې خپور کړی، ليکلي دي: "زه بې‌ ګناه يم، او د دې عدالتي رسوايۍ د افشا کولو هڅې ته به دوام ورکړم."

هغه زياته کړه چې دا پرېکړه د يوې "اوږدې او ناعادلانه" څېړنې پايله ده، چې پر "جعلي سند" ولاړه وه.

سرکوزي به د پاریس په مرکز کې په "لا سانته" زندان کې د بند موده تېروي.

راپورونه وايي، هغه به د ساتنې په ځانګړې څانګه کې وساتل شي، خو د چارواکو په وينا، له ده سره به هيڅ ډول ځانګړی امتیازي چلند نه کېږي.

XS
SM
MD
LG