په باجوړ کې د امن لپاره په هلو ځلو بوخته جرګه وايي د اګست له پیله یې د حکومت او پوځ ترمینځ د سولې لپاره هلې ځلې روانې ساتلې دي خو لا هم په دې لاره کې خنډونه موجود دي او دوی کومې حتمي پایلې ته رسېدلي نه دي.
د اګست پر اتمه د باجوړ ولسي جرګې یو مشر او د جماعت اسلامي ګوند یو مخکښ هارون الرشید مشال راډيو ته وویل، "جرګې پرون هم هلې ځلې کړي، نن یې هم کوي او بیا به یې هم تر هغې کوي چې په سیمه کې امن نه وي راغلی."
هارون الرشید وايي جرګه د حکومت او وسلوالو دواړو سره په خبرو او مذاکراتو بوخته ده خو د سولې په لاره کې خنډونه موجود دي. هغه دا ونه ویل چې څه ډول خنډونه خو دومره یې وویل چې د هغو خنډونو د لرې کولو لپاره د جرګې هڅې روانې دي.
د جرګې مشران وايي زر به د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر علي امین ګنډه پور سره هم د خپلو هلوځلو او لاس ته راوړنو په اړه خبرې وکړي، د هغوی نظر به هم معلوم کړي او بیا به د جرګې پرېکړې واوروي.
د باجوړ انتظامیې او په سیمه کې موجودو وسلوالو ډلو تر اوسه د جرګې د مشرانو د څرګندونو په اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.
د باجوړ د ماموندو تحصیلدار د اګست پر اتمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې خلک دې د لوی سړک د دواړو غاړو په ۱۰۰ میټرۍ کې په پټیو کې ولاړ جوار د اګست تر ۱۱مې نېټې ورېبي. اعلامیه وايي، دا ګام د امنیت په موخه اخیستل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د باجوړ انتظاميې او امنیتي چارواکو د جولای پر ۲۹مه د باجوړ د ماموندو په ۱۶ کلیو کې پوځي عملیات پیل کړل چې د جولای تر ۳۱مې یې دوام وکړ.
بیا وروسته د اګست له لومړۍ نېټې نه د باجوړ د مشرانو یوې جرګې حکومت ته وویل چې دوی به له وسلوالو سره خبرې وکړي او هغوی به دې ته اړ کړي چې یا دې سوله وکړي او یا دې هم له سیمې وکوچېږي.
د جرګې مشران وايي، د اګست په لومړۍ نېټه یې طالبانو ته ویلي، خلک له ناامنۍ په تنګ دي او حکومت د امن د راوستلو لپاره عملیات کوي نو په داسې کې د پوځ او طالبانو ترمینځ په جګړه کې ولس تر تولو زیات زیانونه ویني.
مشران وايي طالبانو ته یې واضحه کړې ده چې که د جنګ لاره خپلول غواړي نو بیا دې له ابادۍ لرې غرونو ته لاړ شي. مشران وايي طالبانو یې خبرې اورېدلې دي او ورته یې ویلي دي چې ژر به ځواب ورکړي.
له هغې وروسته د اګست پر څلورمه د جرګې په هڅو حکومت او وسلوالو د دوو ورځو لپاره اوربند وکړ.
دلته دا خبره هم د یادونې وړ ده چې له کله نه د پاکستان پوځ د باجوړ په ۱۶ کلیو کې د عملیاتو خبرداری ورکړی دی، د سیمې یو شمېر خلک د سر او مال د خوندي ساتلو په موخه نورو ځایونو ته کډې وړي. تر اوسه د شپږو کلیو نه خلک وتلي دي.
د باجوړ سیمه له تېرې اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او تشدد سره مخامخ ده چې پر ضد یې د ولس په کچه پراخ احتجاجونه او لاریونونه هم ترسره شوي دي.