د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو: د سړک غاړې بمي چاودنه کې یو امنیتي سرتېری ژوبل شوی


چارواکي وايي د بره اورکزو په غلځو سیمه کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې یو امنیتي سرتېری ژوبل شوی دی.

د اورکزو ضلعې د پولیسو مشر شوکت علي د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته شوې ده او په اړه یې پولیسو پلټنې پیل کړې دي. نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنکړل خو ویې ویل چې د پېښې عاملین به زر ونیول شي. هغه وايي، پلټونکیو ډلو ته یې امر کړی دی چې د نویو ساینسي او تخنیکي وسایلو په کارولو دې د بریدګرو پلټنه وکړي.

په ورته وخت کې د کوهاټ ډویژن د پولیسو مشر عباس مجید مروت د جولای پر ۲۸مه رسنیو ته ویلي دي چې امنیتي ځواکونو په اورکزو، کوهاټ او هنګو کې د وسلوالو پر پټنځایونو د هیلي کاپټرو له لارې بمباري کړې ده. عباس مجید مروت وايي په دغه بمبارۍ کې د سختدریځو ګڼ شمېر پټنځایونه تباه کړل شوي او ګڼ ترهګر ژوبل شوي دي. نوموړي د تباه شویو پټنځایونو او وژلو شویو وسلوالو کره شمېر ونښود.

کومې وسلوالې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG